د افغان حکومت مشرتابه د غور ولايت د والي سربېره، د دې ولایت د استيناف، ابتدایه او نظامي محاکمو له رئیسانو، د ریاستونو له رئیسانو، ولسوالانو او مجاهدینو سره کتلي دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې کتنه کې د غور ولایت مسؤلینو او مجاهدینو خپلې ستونزې او غوښتنې له مشرتابه سره شریکې کړې دي.
ښاغلی مجاهد زياتوي چې په ورته مهال مشرتابه په دې لیدنه کې د اسلامي نظام د استحکام، د شریعت تنفیذ، د مقدس جهاد د اهدافو او لاسته راوړنو په ساتلو د ټینګار تر څنګ مسؤلین او مجاهدین د مشرانو پوره اطاعت او پر کشرانو شفقت کولو، له اختلافاتو ځان ساتلو او ښه خدمت کولو ته هڅولي او لازم هدایات او توصیې یې ورته کړې دي.