Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې ۲۴ تنه د نشه‌يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي، روزگان کې هم د نشه‌يي توکو دوې کارخونې سوځول شوي
    افغانستان

    کابل کې ۲۴ تنه د نشه‌يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي، روزگان کې هم د نشه‌يي توکو دوې کارخونې سوځول شوي

    صابر افغانصابر افغان29 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د کابل اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په دغه ښار کې ۲۴ تنه د نشه‌يي توکو د پلور، استعمال او لېږد په تړاو نیولي دي.

    له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کسان د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي او له نیول شوو کسانو څخه ۱.۸۰۲ کیلو گرامه چرس، ۸۷۰ گرامه تریاک، ۱۸ گرامه شیشه او ۱۹۷۶ عدده نشه‌يي گولۍ تر لاسه شوې دي.

    همدارنگه یاد معینیت ویلي، د روزگان په گېزاب او چهارچینو ولسوالیو کې یې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید دوې کارخونې کشف او سوځولې دي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، په یادو کارخونو کې ۳۶۰۰ کیلو گرامه ومان، ۴۰۰ کیلو گرامه بېلابېل ډوله کېمیاوي توکي او د پروسس مواد په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

    د خبرپاڼې له مخې، د سمنگان په دره‌صوف ولسوالۍ کې سپین‌ږیرو ۳ کیلو گرامه هیرویین د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارلي دي.

    د افغان حکومت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، چې اوس‌مهال د نشه‌يي توکو کښت صفر شوی، خو نور نشه‌يي توکي د گاونډیو هېوادونو څخه په قاچاقي ډول راوړل کېږي.

    د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د نشه‌يي توکو د مافیا پر وړاندې یې مبارزه پیل کړې؛ خو د نشه‌يي توکو مافیا نړیواله ده او په یو مخیز ډول بندول یې وخت غواړي.

    په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د هېواد له ټولو ولایتونو زرگونه تنه هغه خلک راټول شول چې پر نشه‌يي توکو روږدي وو.

    د یادو روږدو د درملنې سربېره اوس د حرفوي زده‌کړو پروگرام هم روان دی چې گڼو پر نشه‌يي توکو روږدو پکې حرفوي زده‌کړې تر لاسه کړې دي.

    مخکینۍ مقالهد حکومت د مشرتابه له لوري د غور ولايت له استازو سره ناسته شوې
    راتلونکي مقاله سنډې گارډین افغانستان ته د هغو رسنیو نوملړ خپور کړی چې شخړو، تعصب او ناسم معلوماتو باندې تورنې دي

    مربوطه لیکنې

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026

    د غور ناکام او جعلي بريد؛ د شر او فساد دوه تش په نوم جبهو یې د پړې اخيستو دعوې کړي

    29 سپتمبر 2026

    بهرنیو چارو وزارت نورستان ته د را اوښتو شر او فساد ډلو په تړاو د پاکستان شارژدافیر احضار کړی

    29 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 29 سپتمبر 2026

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٧ مه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٧ مه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،197 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.