Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات
    تبصرې

    د خواجه آصف د ټویټ حذف؛ بهرنی فشار او د پوځي رژیم دروني اختلافات

    عمران آغاعمران آغا11 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف له خوا په اېکس کې د اسرائیلو په ضد د یوه توند پیغام خپرول او بیا د اسرائیلي چارواکو له غبرګون وروسته د هغه سمدستي حذفول، د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د ګډوډۍ او د خپلواک دریځ د نشتوالي یوه بله څرګنده بېلګه وه. آصف په دغه حذف شوي ټویټ کې اسرائیل د بشریت لپاره بدمرغي او سرطاني ریاست بللی و، خو د دې ټویټ عمر ډېر لنډ و؛ ځکه چې د بهرنیو دیپلوماتیکو فشارونو او داخلي اختلاف څپې د پاکستان دغه توند شعار ډېر ژر بېرته په شا کړ.

    د دې پیغام حذفول په حقیقت کې د نړیوالو فشارونو په وړاندې د اسلام‌ آباد د پوځي رژیم د کمزورۍ ښکارندويي کوي. که څه هم د آصف څرګندونې د سیمې د عیني واقعیتونو او د ولسي احساساتو په رڼا کې واقعي ښکارېدې، خو د اسرائیلو د غبرګون په وړاندې د هغه شاتګ دا ثابته کړه چې پاکستاني چارواکي د خپلو توندو څرګندونو د پایلو د زغملو وړتیا نه لري. دې چارې د پوځي رژیم د بشپړ حاکمیت او خپلواکۍ د نشتوالي په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې او ښيي چې پرېکړې یې د ملي ارزښتونو پر ځای د بهرني اعتبار د ساتلو تر اغېز لاندې دي.

    د آصف له پاروونکي ټویټ څخه یوازې څو دقیقې وروسته د دغه رژیم لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د اوربند او دیپلوماتیکو هڅو په اړه پیغام، په ښکاره ډول د پاکستان په دولتي دستګاه کې د همغږۍ نشتوالی او د نظرونو ژور تضاد څرګند کړ. داسې ښکاري چې شهباز شریف غوښتل د آصف د توندو څرګندونو منفي اغېز سمدستي خنثی کړي او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکړي چې د پاکستان رسمي سیاست له دغه دریځ سره توپیر لري. دا او دې ته ورته تضادونه د دې لامل کېږي چې پاکستان په نړیواله کچه د دوه ‌مخي لوبغاړي په توګه وپېژندل شي او په دولتي دستګاه کې یې له خپل منځي اختلاف پرده پورته شي.

    د آصف ټویټ ته د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو توند غبرګونونه، چې پاکستان یې د سولې د منځګړي پر ځای پخپله یوه ستونزه بللی، اسلام ‌آباد له سخت دیپلوماتیک ګذار او نیوکې سره مخ کړی دی. اسرائیلو په ډېر مهارت سره د آصف له خبرو څخه په ګټې اخیستنې د پاکستان هغه هڅې تر پوښتنې لاندې راوستې چې غواړي د ایران او امریکا ترمنځ د یوه منځګړي رول ولوبوي. دا موضوع د پراخ پوښښ له امله د پاکستان لپاره په دې مهمو ورځو کې په ننګونه بدلې شوې، ځکه چې د اسرائیلو د نابودۍ هیلې ښکاره کول او بیا د بهرني او دروني فشار له امله شاتګ، د پوځي رژیم دیپلوماتیک وزن په بشپړه توګه زیانمن کړی دی.

    د پاکستان پوځي رژیم او تر شا ولاړ دولت یې په یوه داسې حالت کې دي چې له یوې خوا د داخلي مذهبي او ولسي فشار له امله باید د اسرائیل ضد دریځ وښيي، خو له بلې خوا د اقتصادي پاشلتیا او نړیوالې انزوا له وېرې نه شي کولای له اسرائیلو او د هغوی له ملاتړو سره اړیکې په بشپړه توګه خرابې کړي. د ټویټ حذفول په حقیقت کې د هغې وېرې څرګندونه ده چې پاکستان یې د خپلو دیپلوماتیکو او مالي ګټو د بایللو په اړه لري. دا دوه ‌ګونی سیاست د دې لامل شوی چې پاکستان نه په اسلامي نړۍ کې د یو غوڅ رهبري کوونکي رول ولري او نه هم په لوېدیځ کې د باور وړ شریک پاتې شي.

    د یادونې وړ ده چې د پاکستان دغه ډول شعارونه ډېری وخت یوازې د عامه افکارو د غولولو لپاره وي؛ ځکه پاکستان په عمل کې د ټرمپ د سولې بورډ کې له داخلېدو سره د فلسطيني مبارزینو د بې وسلې کولو لپاره غزې ته د پاکستاني پوځونو لېږلو ته هم چمتووالی ښودلی و، تر څو امريکا او اسرائيل خوښ شي. د دې معاملې تر شا اصلي هدف دا و چې امريکا په بلوچستان کې د کانونو په برخه کې پراخې پانګونې وکړي او د پورونو په کمولو کې مرسته ورسره وکړي. د پوځي رژیم په دریځونو کې دا تضاد ښيي چې دغه رژیم د خپلو مادي ګټو او بقا لپاره چمتو دی چې د خپلو شعارونو برعکس، د فلسطین په څېر د امت په حساسو قضیو کې هم له سترو قدرتونو سره پټې معاملې وکړي.

    مخکینۍ مقالهد امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، جان کیري: نتنیاهو په ځلونو امریکایي ولسمشران پر ایران د برید لپاره هڅولي
    راتلونکي مقاله سرچینې: عاصم منیر، اسحق ډار او محسن نقوي د جي‌ډي وینس هرکلي ته له تلو وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا پلټل شوي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان؛ د بې‌ باورۍ په حصار کې د بې‌ واکه کوربه توب نندارچي

    10 اپریل 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    خوارزمي: د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټوله خاوره د دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

    26 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 11 اپریل 2026

    بېړنی‌خبر

    ځایي سرچینې وایي، د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پر یوه کمپ…

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026

    سرچینې: عاصم منیر، اسحق ډار او محسن نقوي د جي‌ډي وینس هرکلي ته له تلو وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا پلټل شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    کونړ کې پر فرضي د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه شوي

    11 اپریل 2026

    سرچینې: عاصم منیر، اسحق ډار او محسن نقوي د جي‌ډي وینس هرکلي ته له تلو وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا پلټل شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.