یادونه: په هندوکش غږ کې خپرې شوي لیکنې او نظریات یوازې د لیکوالانو د نظر څرګندونه کوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.
د پاکستاني حکومت د دفاع وزیر خواجه آصف له یو پاکستاني چینل سره په خپله وروستۍ مرکه کې د امپراتور او ستر فاتح سلطان محمود غزنوي رحمه الله په اړه له ګستاخۍ ډکې او له تاریخي واقعیتونو لېرې څرګندونې کړې دي.
خواجه آصف په خپلو خبرو کې ويلي، چې سلطان محمود غزنوي به د خپلې واکمنۍ پر مهال هند ته د لوټ او تالان لپاره تګ – راتګ کاوه او د هغه په خبره، غزنوي ورته قهرمان نه دی. د نوموړي دا څرګندونو پر افغانستان سربېره، آن په عام پاکستاني ولس کې هم سخت غبرګونونه راپارولي او نوموړی یې له تاریخي واقعیتونو او تاریخي شخصیتونو ناخبره بللی دی.
د غزنوي د واکمنۍ او په ځانګړې توګه د دې لړۍ د امپراتور او ستر فاتح محمود غزنوي د سلطنت پر مهال د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې سربېره، له آمو نیولې تر نیشاپور، اصفهان، ملتان، کشمیر او هند پورې لویې او پراخې سیمې د سترو تمدنونو، شهکارونو، هنرونو او لاسته راوړنو شاهدې وې. په دې دوره کې ډېر فتوحات شوي دي، ډېرې سیمې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې راوستل شوې، پراخې ابادۍ وشوې، د بېلابېلو سیمو خلک، په ځانګړې توګه مسلمانان یې د ظالمو او جابرو واکمنیو له ظلمونو خلاص کړل.
سلطان محمود غزنوي چې کله ولیدل په هند کې مسلمانان تر ظلمونو لاندې وو، نو سملاسي د خپل ایماني او اسلامي مسؤلیت له مخې له دوی څخه د دفاع په موخه د هند په لور لښکرې وخوځولې، د هند لویه سیمه یې فتحه کړه، هلته یې د اسلام په خپرولو کې مهم رول ولوباوه، مسلمانان یې له مظلوم حالت راویستل او د هغه ځای واکمنان یې کړل.
د سلطان محمود غزنوي بله ستره کارنامه دا وه، چې واک ته له رسېدو سره سم یې، په بغداد کې عباسي خلیفه ته لیک واستاوه او خپل بیعت یې ورسره اعلان کړ. غزنوي دا کار اسلام، اسلامي دولت او اسلامي اصولو ته د ژمنتیا له کبله وکړ، کنه هغه پراخه جغرافیه تر خپلې ولکې لاندې درلوده، واک یې درلود، قدرت ورسره و او ستر پوځ یې درلود، خو نوموړي د خپلې عقیدې له مخې دا هر څه د اسلامي حکومت تابع وګرځول او د اسلام پراختیا او خپرېدو په چوپړ کې یې ورکړل.
کله چې سلطان محمود غزنوي هند ته ولاړ، هلته یې مسلمانان د سېکانو او هندوانو له ظلمونو وژغورل، د «سومنات» په نوم د دوی په لاس جوړ کړی بت یې ورته مات کړ، که څه هم هغه مهال د یاد بوت نمانځونکو ورته د دغه کار د نه کولو په مقابل کې د ډېرو سرو زرو او هر ډول امکاناتو د ورکړې ژمنه وکړه، خو نوموړي ونه منله او د خپلې عقیدې خلاف هېڅ کار ته یې غاړه کېنښوده. تر دې ور ها خوا سلطان محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال په لسګونو او سلګونو داسې کارنامې کړې دي، چې د اسلام د زرین تاریخ ستره برخه جوړوي، نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او ټوله اسلامي نړۍ پرې ویاړي او په ډېر فخر یې هرځای یادونه کوي. آن همدا پاکستان یې هم پر مزایلو نومونه ایښي دي.
کله چې انګرېزان پر سیمه واکمن شول، نو هڅه یې وکړه چې په هند، ماورالنهر او خراسان کې د اسلامي حکامو کارنامې بدنامې کړي، نو د دوی پر وړاندې یې جعلي او ناسم روایتونه جوړ کړل، د هغو روایتونو له ډلې یې یو هم د سلطان محمود غزنوي پر ضد دا روایت و، چې نن یې د پاکستاني حکومت د دفاع وزیر زمزمه کوي. د نوموړي دا څرګندونې له تاریخي واقعیتونو د هغه په بې خبرۍ او انګرېزي سیستمونو ته د هغه پر وفادارۍ، له اسلامي تاریخه لېرې والي او همدا راز د نوموړي پر نا اهلۍ دلالت کوي.
د هیڅ چا په خبرو د سلطان محمود غزنوي شخصیت نه کم رنګه کېږي؛ خاص بیا د پاکستاني دفاع وزیر دا څرګندونې نه د سلطان محمود غزنوي ستر شخصیت راټیټولی شي، نه د هغه کارنامې له چا هېرولی شي او نه هم د اسلام د سترو تاریخونو له پاڼو د هغه نوم لېرې کولی شي، بلکې دا څرګندونې د پاکستاني حکومت او په ځانګړې توګه پر دفاع وزیر یې هغه شکونه په یقین بدلوي، چې له تاریخه ناخبره دي، له اسلامه پردي دي او تل انګرېزي اصولو او د انګرېز په لاس جوړو شویو تاریخي روایتونو ته ژمن دي او خپل ټول حکومت، ادارې او پوځ یې د دوی د لوبو لپاره تابع ګرځولي دي.