ارغوان وطنیار
په دې وروستیو کې له پاکستاني چارواکو د ادب او ديپلوماسۍ ژبه هېره ده، که هره ټکه پرې لویږي دوی افغانستان ته خولې اچوي.
اقتصادي بحران به خامخا د انسان پر روان اغېز پرې باسي، طبعاً امنیتي تهدیدات د چارواکو له سترګو خوبونه تښتوي خو متل دی چې څه کرې، هغه به رېبې.
د پاکستان ټول اقتصاد جرمي اقتصاد دی، دا د شر جغرافیه ده، د جګړو لولۍ ده، د دنیا هیوادونه خپل شریرې جګړه ایزې پروژې د همدې جغرافیې په کرنیلانو او جرنیلانو تطبیقوي.
څوک چې لمنو کې سکروټې ګرځوي لمن به یې سوزي، موږ ورته په کراتو ویلي:زما د کور لمبو ته مه تودېږه دېوال شریک لالیه اور به واخلې، خو پاکستاني چارواکي له خپلو عادتونو مجبور و، دوی د جګړو په ډالرو تغذیه شوي او معتاد شوي، د دوی رګ رګ کې د دې اعتیاد افیم زرق شوي، هغه خپل لګول شوي اور لمبو کې ټسیږي او زور یې له افغانستانه وباسي.
وروره ګله د خوړ کاڼې که پاسته وای نو د صحرا سپیو به وختي تېر کړي وای، د دې جغرافیې هضم که دومره وړیا او اسانه وای نو هغه مهال چې هیڅ نظام نه و دا جغرافیه چا هضم نه کړه، اوس خو د یو سوچه افغاني نظام چتر یې په سر خور دی.
جګړې اسانه نه وي او نه یې زغمل د هر چا د توان خبره وي، په پاکستان لا جګړې نه دي راغلي، د چارواکو یې اوس نه سپينې تښتیدلي، کله واخان نیسي او کله کابل نیسي، سپی چې ایسار شي یا غاپي یا مرداری کوي، نو دوی همدې صورتحال کې ګیر پاتي دي، هند یې دښمن، ایران يې دښمن، افغانستان یې دښمن او چین فرصت طلبه مطلبي یار دی چې سخته کې به په دوربین کې ونه ګوري.
دوی ته هغه د شاعر بد دعا قبوله شوې چې وایي :زما ازار دې لیونی کړه اشناچې په سوکانو باندې ځان وژنې، ګاونډیتوب اخلاص غواړي، سړيتوب غواړي هسې هم نړۍ د یو کلي غوندې شوې او کلي کې د سړيتوب ژوند په کار وي.
دا نه چې د شاعر خبره :چې چېرته ځم خبرې ستا د بې ننګۍ اورم،سړی خو ځای چېرې د سترګو لګېدو پرېږدي،دا یو منل شوی اصل دی چې هر عمل عکس العمل لري، د رحمان بابا خبره؛ هر چې بل ازاروي هغه ازار شي.
د افغانانو د نیمې پېړۍ انتقام ترې منتقم ذات جل جلاله اخلي، د افغانستان د مظلومې کربلا خاورې اوبال دی چې نن د شر جغرافیه د شر په بټ کې ټڅیږي.
هر څوک باید دومره درد چاته ورکړي چې سبا یې د زغملو توان ولري.د تراب صاحب خبره :ګرېوان مې پرېږده که په ځان دې خپل ګرېوان لورېږي،دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لوریږي.