Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»مسکو: د برید په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي، څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي
    سیمه

    مسکو: د برید په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي، څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي

    صابر افغانصابر افغان23 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د روسیې امنیتي مدیر الکساندر بورتنیکوف ویلي، د مسکو د وروستي برید په تړاو یې ۱۱ تنه نیولي، چې څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي.

    روسي رسنیو ویلي، په پېژندل شوو کې ناصرالدینوف، محمد رسول، اسمونوف ریوازیدین، صفول زاده شوخینجان او نظروف رستم ښکېل دي، چې ټول د تاجیکستان اوسېدونکي دي.

    امنیتي ادارو ویلي، په ټول هېواد کې د یادو کسانو لټون پیل شوی او د هر شکمن کس د نیول کېدو په اړه هم ورته ویل شوي دي.

    تېره شپه د مسکو په کروکس ښار کې په یوه کنسرټ کې شپږو کسانو پر ناستو کې خلکو ډزې پیل کړې، چې تر دې دمه ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.د یاد برید داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په مسکو کې پرونی برید غندل شوی دی.

    د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو وروستی ترهگریز برید چې د داعش یې پړه اخیستې په کلکو ټکو غندي او دغه ډول بریدونه د ټولو بشري معیارونو څخه سرغړونه بولي.»

    په اعلامیه کې ویل شوي، داعش په افغانستان کې او نړۍ کې یوازې ملکي وگړي په نښه کړي دي.له بل لوري حماس د مسکو وروستی برید غندلی او دغه برید یې ترهگریز برید بللی دی.

    د حماس له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه برید اسرائیلو کړی؛ ځکه اسرائیل او داعش دواړه سره یو دي او د خپلو سیاسي موخو لپاره داسې خونړي بریدونه کوي او د داعش نوم ورته کاروي.

    مخکینۍ مقالهمسکو: د وروستي برید څلور تنه بریدگر پېژندل شوي
    راتلونکي مقاله د خوړ کاڼې که پاسته وای، د صحرا سپیو به وختي خوړلي وو

    مربوطه لیکنې

    امريکا پلان لري چې د ايران کنګل شوې شتمنۍ په جګړه کې زیانمن شویو خليج هېوادونو ته ورکړي

    7 جون 2026

    سنټکام: دوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

    7 جون 2026

    د ایران د مذهبي مشر سلاکار، محسن رضایي: د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې مهمه برخه د ایران کنګل شویو شتمنیو ازادول دي

    6 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 جون 2026

    د هېواد په بنسټیزو پروژو کې د سوداګریزو بانکونو د پانګونې میکانیزم نهایي شو

    د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان بانک، مالیې…

    د هېواد محاکمو کې د روان کال په درېیمه ربعه کې ۷۰ زره قضیو ته رسېدنه شوې

    7 جون 2026

    ‏د کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ افغانستان به ترې هر کال ۶۰ میلیونه ډالر عواید ولري

    7 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هېواد په بنسټیزو پروژو کې د سوداګریزو بانکونو د پانګونې میکانیزم نهایي شو

    7 جون 2026

    د هېواد محاکمو کې د روان کال په درېیمه ربعه کې ۷۰ زره قضیو ته رسېدنه شوې

    7 جون 2026

    ‏د کاسا-۱۰۰۰ پروژه؛ افغانستان به ترې هر کال ۶۰ میلیونه ډالر عواید ولري

    7 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،206 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.