Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې پخوانی مرستیال انجینر منظور الهي: که افغانستان له پاکستان سره سوداګري بنده کړي، پاکستان به ډېر تاوان وکړي، ځکه ایران او هند افغانستان ته ارزانه درمل او توکي ورکوي
    سیمه

    د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې پخوانی مرستیال انجینر منظور الهي: که افغانستان له پاکستان سره سوداګري بنده کړي، پاکستان به ډېر تاوان وکړي، ځکه ایران او هند افغانستان ته ارزانه درمل او توکي ورکوي

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې پخواني مرستيال منظور الهي‌ ويلي، که افغانستان له پاکستان سره سوداګري بنده کړي نو پاکستان به ډېر لوی زيان وويني.

    هغه ويلي، ازبکستان او روسیه افغانستان ته بوره صادروي، افغانستان موږ ته اړتیا نه لري، بلکې موږ هغوی ته اړتیا لرو او زموږ صنعتونه به سخت اغېزمن شي.

    د منظور په خبره ایران، ترکیه او د مرکزي آسیا هېوادونو د افغانستان بازارونه نیولي او پاکستان به نه یوازې د افغانستان بازار له لاسه ورکړي، بلکې د منځنۍ آسیا بازارونه به یې هم له لاسه ووځي.

    د نوموړي په وينا هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کانټینره د افغانستان او منځنۍ آسیا پر لور روان وي، چې په کې کینو، کیلې، او تازه مېوې شاملې دي او که دا بندې شي، د سلګونو میلیونو ډالرو تاوان به را واړوي.

    په ورته وخت کې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال مشر ضیاءالحق سرحدي هم ويلي، چې د پولو له تړلو وروسته ۸۰۰۰ په توکو بار موټرونه په دواړو غاړو کې بند پاتې دي.

    رسنیزې سرچینې وایي، له ۲۰۲۱ز کال راهیسې پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه ونډه ایران، ترکیې، مرکزي آسیا او حتی هند ته بایللې ده.

    د معلوماتو له مخې د پولو د پرله‌پسې تړل کېدو او د سوداګرو د ناامنۍ له امله ګڼو لویو صادروونکو او واردوونکو خپله پانګه له پاکستان څخه ایستلې او دا حالت د خیبر پښتونخوا د فابریکو او د پنجاب او سند د تولیدي سکتورونو لپاره سخت زیانمن شوی دی.

    ياده دې وي، چې اوس مهال افغانستان له نورو هېوادونو څخه سمنټ، جامې، بوټان، چرګ، ماهي، سبزيجات او خوراکي توکي واردوي.

    مخکینۍ مقالهافغان‌الاصله پخوانی امریکایي ډيپلوماټ، زلمی خلیلزاد: د پاکستان پارلمان د خپل هېواد پر نیم ژواندې ډیموکراسۍ هم ګوزار وکړ
    راتلونکي مقاله د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: د اسلامي امارت موخه دا ده، چې افغانستان په راتلونکي کې د برېښنا په تولید کې بشپړې ځان بساینې ته ورسېږي

    مربوطه لیکنې

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اېف: د یو جاسوس په ګډون مو درې پاکستاني عسکر هلاک کړل

    16 دسمبر 2025

    د ایران کرمان ولایت کې پر پولیسو وسله‌وال برید شوی

    16 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.