Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»افغان‌الاصله پخوانی امریکایي ډيپلوماټ، زلمی خلیلزاد: د پاکستان پارلمان د خپل هېواد پر نیم ژواندې ډیموکراسۍ هم ګوزار وکړ
    سیمه

    افغان‌الاصله پخوانی امریکایي ډيپلوماټ، زلمی خلیلزاد: د پاکستان پارلمان د خپل هېواد پر نیم ژواندې ډیموکراسۍ هم ګوزار وکړ

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغان‌الاصله پخوانی امریکایي ډيپلوماټ، زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه، د پاکستان پوځي رژیم د پارلمان له لوري د تازه تایید شوې طرحې په غبرګون کې لیکلي، چې نن د پاکستان لپاره خواشینونکې ورځ ده.

    نوموړي زیاته کړې، چې د دغه هېواد پارلمان، پاکستان کې پر شته نیم‌ ژواندې ډیموکراسۍ هم ګوزار وکړ.

    خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی: «د پاکستان پارلمان په ناخبرۍ کې د ډيموکراسۍ د له منځه وړلو لپاره رايه ورکړه. دوی د یوه استبدادي پوځ مشر تر واک لاندې رژیم ملاتړ وکړ.»

    دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان پوځي رژیم پارلمان هغې طرحې ته د تائید رایه ورکړې چې له مخې یې د دغه رژیم د پوځ د مشر واکونه او صلاحیتونه بې‌ساري لوړېږي.

    نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د دې طرحې له مخې عاصم منیر ته پراخ واکونه او د عمر تر پایه قانوني معافیت ورکړل شوی.

    د راپور له مخې، دا بدلون پر دغه هېواد د پوځ کنټرول لا پیاوړی کوي او د هېواد قضايي خپلواکي کمزورې کوي.

    د دې طرحې له مخې، د “دفاعي ځواکونو مشر” نوې څوکۍ رامنځته شوه، چې له مخې یې منیر د پوځ تر څنګ د سمندري او هوايي ځواکونو مشر هم ګرځي.

    د دې طرحې تائید د پاکستان دننه پراخ غبرګونونه پارولي دي.

    مخکینۍ مقالهد مخالفینو په آند، د مخالفو ډلو مشران ولې ناکام دي؟
    راتلونکي مقاله د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې پخوانی مرستیال انجینر منظور الهي: که افغانستان له پاکستان سره سوداګري بنده کړي، پاکستان به ډېر تاوان وکړي، ځکه ایران او هند افغانستان ته ارزانه درمل او توکي ورکوي

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا وزیر فضل شکور خان د نامعلومه وسله‌والو له لوري تښتول شوی

    21 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 26 سپتمبر 2026

    بېړنی خبر: نورستان کې د شر او فساد ډلو ۱۵ غړي نور هم افغان ځواکونو ته تسليم شول او ۵۰ تنو نورو هم د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.

    د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک د یاقوتو له کانونو لیدنه کړې

    26 سپتمبر 2026

    نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه

    26 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بېړنی خبر: نورستان کې د شر او فساد ډلو ۱۵ غړي نور هم افغان ځواکونو ته تسليم شول او ۵۰ تنو نورو هم د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.

    26 سپتمبر 2026

    د کانونو او پټرولیم وزیر د جګدلک د یاقوتو له کانونو لیدنه کړې

    26 سپتمبر 2026

    نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه

    26 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.