
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی، سهیل افریدی د پشین ولسوالۍ یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان پوځي رژیم پر چارواکو او د دغه رژیم پر پوځي تګلارو توندې نیوکې کړې دي.
نوموړي د خپلې وینا پر مهال مصر کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د شهباز شریف پوځي سلامۍ (سلوټ) ته هم اشاره کړې.
افریدي ویلي، هغه چې ځانته لومړی وزیر وایي او بهرنیو مشرانو پر وړاندې سلوټ کوي، د خلکو استازیتوب نه شي کولی.
نوموړي زیاته کړې، کله چې خلک د پاکستان حاکم پوځي رژیم پالیسۍ ننګوي، نو هغوی ته ویل کېږي چې له هېواده ووځي. په خبره یې، پاکستان د چا شخصي جایداد نه دی، د خلکو غږ باید واورېدل شي.
#هندوکشغږ

