د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌یيزو قول اردوګانو ۱۳۸ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ايزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول.

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ نشراتو آمریت هندوکش‌غږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد منسوبین د جګړه‌یيز ملاتړ او ټیټ رتبه بریدملۍ له زده‌کړو د هارس مخابرې، انجینرۍ تسهیلاتو مدیریت، سیم‌دار کیبل او د «ډلګي او تیم مشرانو» په برخه کې زده‌کړې ترلاسه کړي دي.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي: « اسلامي نظام ته د خدمت لپاره په خپلو مسلکي برخو کې د عصري اسلحو، ټکنالوجۍ او وسایلو کارول زده کړئ، همداراز تقوا غوره کړئ او د نبوي اخلاقو پر رڼا کې له ولسونو سره ښه چلند وکړئ.»

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دندې ته چمتووالی ښودلی او د فراغت تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version