Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دوحې درېيمه ناسته د افغانانو او نړۍ لپاره اهم فرصت دی
    لیکني

    د دوحې درېيمه ناسته د افغانانو او نړۍ لپاره اهم فرصت دی

    صابر افغانصابر افغان1 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمه غونډه پیل شوې او د طالبانو حکومت په استازولي د ورغلي پلاوي‌ مشر ذبیح‌الله مجاهد هم پکې وینا کړې ده.

    دا چې لومړۍ غونډې ته د طالبانو استازي نه وو بلل شوي او دوهمه غونډه کې د افغانستان حکومت ځکه انکار وکړ چې د دوی شرايط نه وو منل شوي.

    ملګرو ملتونو په دې درېيمه غونډه کې طالبانو ته د دوی د شرايطو په منلو، د افغانستان د حاکم نظام او ولس په استازولۍ سره دعوت ورکړ؛ ملګري ملتونو درک کړې چې د طالبانو په نه شتون کې به هره غونډه د افغانستان په اړه بې پايلې وي؛ ځکه طالبان اوس د افغانستان حاکم نظام دی چې سرتاسري او مرکزي واک لري.

    د دوحې په غونډه کې به طالبان خپل ملاحظات لري اما په دې ناسته کې ګډون خپله د طالبانو مثبت تعامل د نړۍ سره ښکارندويي کوي او دا ثابتوي چې طالبان په هر لحاظ سره د افغانانو هوسايي، امن او خوشحالۍ ته کار کوي.

    له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي او سرتاسري امن يې په افغانستان کې راوستی، اقتصادي پروژې يې په کار اچولي، د پرمختګ يو نوی باب يې پرانيستی؛ نړۍ پر ځای د دې چې ورسره مثبت تعامل وکړي پر طالب مشرانو او مالي و بانکي سستمونو يې بنديزونه لګولي.

    دا چې طالبانو د کوکنارو مقابل په ډېر جديت سره مبارزه وکړه او د کوکنار کښت يې تقريباً صفر ته راټيټ کړی او لا يې هم د کوکنارو د کښت مقابل مبارزه دوام لري؛ خو د نړۍ له خوا په دې بخش کې د افغانانو سره هېڅ مرسته نه ده شوې.

    د کوکنارو د کښت ختمولو سره بايد له بزګرانو سره مرسته وشي چې نور کښت وکري خو په دې بخش کې نړۍ د افغانانو سره هېڅ تعامل نه دی کړی.

    په دغه غونډه کې به د افغانستان په اړه پر ډېرو موضوعاتو باندي بحث کېږي، نړۍ چې کوم شبهات لري د ا.ا.ا او افغانستان په اړه هغه به د ا.ا.ا د استازو له خوا ځواب کېږي او هم به طالبان د ولس او هغه غوښتنې چې ا.ا.ا يې له نړۍ څخه لري ورته پېشوي؛ تر څو د متقابل احترام په درلودلو سره يو تر بله مثبت تعامل او لا هم اړيکې سره ټينګې او د بنديزونو ليري کېدو و رسميت په لور ګام اوچت شي.

    دا چې طالبانو ته يو فرصت په لاس ورغلی چې د افغانانو ښه استازولي پر نړۍوال سټېج وکړي او د ولس غوښتنې تر نړۍ و رسوي او هم د پرمختګ او امن رښتينی داستان او پېغام تر نړۍوالو ورسوي؛ دا چې حقيقت هغسي نه دی لکه څنګه چې يې ميډيا د طالبانو او افغانستان په اړه خپروي او يا هم څو د شمالي ټلوالې په نامه خاينان چې خارج کې ناست دي او بې ځايه تورونه پوري کوي.

    د ا.ا.ا استازو لپاره يو فرصت دی تر څو نړۍوالو ته په ډاګه کړي چې دلته داعش خراسان نشته، بلکې په پاکستان کې روزل کېږي او بيا له هغه ځايه د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږل کېږي.

    د ا.ا.ا استازي له دې فرصت څخه په کار اخيستنې بايد نړۍ ته د پاکستاني او نړۍ د ځينو استخباراتو کړنې چې د داعش خراسان او شمالي ټلوالې تمويل کوي ثابت کړي تر څو نړۍ دې بخش کې کوم اقدام وکړي.

    له دې فرصت څخه په کار اخيستنې د ا.ا.ا استازي به نړۍ ته دا ثابته کړي چې د طالبانو د واک ته رسېدو سره بيا د افغانستان خاوره د هېڅ چا پر ضد نه ده استعمال شوې.

    دا چې د طالبانو د حاکميت سره سمدستي په داسي حالت کې چې افغانان د سختو حالاتو سره مخ وه خو بل طرف د همسايه هېوادونو څخه په جبري توګه د افغان مهاجرينو را استول وو، چې طالبانو په ښه توګه سره مهار او خپل مهاجر يې ځای پر ځای کړه؛ اما نړۍوالو دې بخش کې هېڅ مرسته نه وکړه او که دغسي بنديزونه دوام ولري او بل طرف د سيمې د هېوادونو دغسي غير قانوني کړنې وې؛ دا شايد د افغان انسان لپاره ډېرې بدې پايلې ولري.

    د ا.ا.ا استازی بايد نړۍ ته ووايي چې ستاسو دغه بنديزونه به د افغان ولس د بربادۍ سبب وګرځي؛ ځکه د کوم نظام لپاره چې کلونه افغان ولس مبارزه کړې او آرزو د داسي نظام يې لرل چې نن پکې ژوند کوي؛ ځکه بايد نړۍوال ورسره د انساني همدردۍ په خاطر مرسته وکړي؛ خو د مرستې پر ځای نړۍوالو پر افغانانو لا بنديزونه لګولي.

    د افغانستان امن نه يواځې د افغانانو لپاره، بلکې د نړۍوالو او سيمې هېوادونو ته هم يو فرصت دی؛ ځکه افغانستان کې ثبات د مرکزي او جنوبي آسيا د اقتصادي برنامو او پرمختګ لپاره هم زيات اهم دی.

    که افغانستان په امن نه وي نو ټوله سيمه به ورسره نا امنه وي او که افغانستان کې امن وي نو همسايه هېوادونه به هم ورسره په امن کې وي؛ د پرمختګ په لور به لا په ګډه حرکت کوي؛ ځکه د نړۍ او آسيا لپاره هم دا يو فرصت دی چې د طالبانو سره مثبت تعامل وکړي؛ ولي چې طالبانو پسله څو لسيزو څخه افغانستان کې سرتاسري او مرکزي واک و امن راوستلی.

    طالبانو همېش د تفاهم خبره کړې چې راځئ سره کښېنو! کومه خبره چې تاسي لرئ يا يې هم موږ لرو بايد سره شريکه يې کړو؛ خو د افغانستان په داخلي مسائلو کې د مداخلې اجازه هېڅ چا ته نه ورکوو؛ دا ځکه افغانان چې څرنګه نظام غواړي دا بايد افغانانو ته پرېښودل شي، د افغانانو کلتور او اسلامي اصولو په رڼا کې موږ پر مخ روان يو او نه بايد نړۍ دې بخش کې مداخله وکړي.

    دا چې د نړۍ استخباراتي کړۍ لا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې امن په يوه و بل نامه خراب کړي هم بايد د ا.ا.ا استازي پرې و ږغېږي تر څو نړۍ پر دغو کړيو فشار وارد کړي چې له دې کړنې لاس واخلي.

    مخکینۍ مقالهد دوحې ۳مه غونډه؛ افغانستان کې ثبات د مرکزي او جنوبي اسیا له پاره مهم دی
    راتلونکي مقاله پنجشېر کې دوه باغیان له وسلو سره نیول شوي.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    د ایران انټرنشنل په نوم د یوې تبلیغاتي خبري شبکې خبریال او د صهیونیستي رژیم…

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.