Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د دوحې درېیمه ناسته.
    افغانستان

    د دوحې درېیمه ناسته.

    عمران آغاعمران آغا23 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: نوین ساپی

    د روان میلادي کال د جون میاشتې په دېرشمه نېټه، ټاکل شوې چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ درېیمه ناسته ترسره شي، یاده ناسته به د جولای تر لومړۍ نېټې پورې دوام ومومي.

    له دې وړاندې هم دوه ناستې د قطر په دوحه کې ترسره شوې وې، چې بې نتیجې پای ته ورسېدې؛ لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ م کال په مۍ کې جوړه شوې وه او دویمه یې سږ کال په فبرورۍ کې جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت د غوښتنو او شرطونو د نه منلو له امله پکې ګډون نه وو کړی.

    باختر اژانس د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي چې، د اسلامي امارت د دریځ منلو په شرط به په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیوګوترېش استازې، روزمېري ډیکارلو کابل ته د سفر په پای کې اعلان کړی او له اسلامي امارت څخه یې د دوحې په ناسته کې د ګډون رسماً غوښتنه کړې ده؛ همهاله یاد سازمان په یوې خپره کړې اعلامیې کې یادونه کړې چې، د قطر په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې موخه له افغانستان سره په ښه همغږي، منسجم او رغنده توګه د نړۍوال تعامل زیاتوالی دی.

    کومې دوه غونډې چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره شوې د اسلامي امارت استازي یې هم وربللي وو، خو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې د ګډون بلنه رد کړې وه، علت یې دا وو چې، امارت دوه غوښتنې/شرطونه درلودل:

    لومړۍ غوښتنه/شرط دا وو چې طالبان به دې غونډه کې میلمانه نه، بلکې د افغانستان نماينده ګان وي.
    دوهمه غوښتنه/شرط دا وو چې د دې غونډې له مشرانو سره به طالبان خاص/ځانګړی مجلس ترسره کړي.
    ذکر شوې دوه غوښتنې/شرطونه د ملګرو ملتونو له اړخه ونه منل شوه، ځکه یې له ګډون کولو څخه انکار وکړ، د افغانانو لپاره بې پایلې تمامې شوې.

    دا چې په تېرو دوو غونډو/ناستو کې د نه ګډون په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې وه، د یاد وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي وو: (که د دوحې په غونډه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو تر منځ د ټولو موضوعاتو په اړه د بحث فرصت را منځ ته شي او موږ وکولای شو چې، د افغانستان استازيتوب وکړو، په دې صورت کې بيا دا غونډه يو ښه فرصت دی).

    نو په دې هیله چې په راتلوونکې درېیمه غونډه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ، د مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې اترې ترسره شي، بیا نو طبعي ده چې د افغانانو لپاره مؤثره تمامه شي.

    مخکینۍ مقالهد دوحې درېیمه ناسته؛ پر مهمو مسایلو د بحث لپاره غوره فرصت!
    راتلونکي مقاله کابل کې د ۳۲۵ جریبه ځمکې د غصب مخه نیول شوې

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    28 مارچ 2026

    د امریکا جګړې وزارت پخوانی سلاکار ډګلاس ماګریګور: ايران په نوې بڼه يوه داسې جګړه پيل کړې، چې امريکا يې د مقابلې توان نه لري

    28 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 28 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې پاکستاني طالبانو نن (شنبه) مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا…

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026

    د یمن حوثیان: د امریکایي-سعودي ائیتلاف بریدونو کې ۶۰ زره یمنیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    28 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026

    د یمن حوثیان: د امریکایي-سعودي ائیتلاف بریدونو کې ۶۰ زره یمنیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    28 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،080 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.