په دې وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې داسې دردونکې پېښې رامنځته شوې چې د هر بیدار ضمیر څښتن مسلمان زړه پرې دردېدلی. ديني مدرسې، جوماتونه او د حافظانو او طالبالعلمانو د زدهکړې سپېڅلي مرکزونه د جګړو، بمبارونو او سیاسي عقدو ښکار شوي دي. دا هغه مقدس ځایونه دي چې د سولې، معرفت، عبادت او اخلاص مرکزونه ګڼل کېږي، خو بدبختانه د هغو کسانو لخوا په نښه ګرځي چې یا د دنیاوي قدرت لیوان دي او یا د اسلام د حقانیت دښمنان.
مونږ ولیدل چې څنګه یو دیني مرکز (چېرته چې قرآن کریم زده کېده، حافظان روزل کېدل او عبادت کوونکي شپهورځ د الله تعالی عبادت کاوه) د محض مسلماننماوو له لوري (کوم چې د قدرت تږي او د صداقت بېبرخې وو) دوه ځله د درنو وسلو لاندې ونیول شو، د بېدفاع حافظانو وینې تویې شوې، او دا سپېڅلی ځای له خاورو سره خاورې شو. دا یو داسې تور داغ و چې نه به یې تاریخ وبښي او نه به یې امت هېر کړي.
همداراز مونږ ولیدل چې د دوو رقیبو هېوادونو ترمنځ څو ورځې پرلهپسې تند ګواښونه تبادله شول، خو پایله یې بیا هم د عبادت، علم او اخلاص پر مرکزونو توغندیز بریدونه وو. دا مقدسات د هغه سیاسي غرور، عقدو او زور ازمايۍ قرباني شول، چې دواړه خواوې یې د خپلو ناکامیو پټولو او د عوامو په سترګو کې د خاورو شندلو لپاره کاروي.
دا ډول بریدونه (که د هر هېواد له لوري وي او که د هر دلیل له مخې وي) د بشریت او اسلامي ارزښتونو ښکاره سپکاوی دی. جوماتونه، مدرسې او ديني شعائر له ټولو سیاسي کرښو لوړ دي. دا ځایونه د اسلامي امت ګډ روحاني میراث دی او د جګړو په اور کې یې سوځول هېڅ توجیه نه لري.
اوسنی حالت دا ایجابوي چې امت د دیني مقدساتو په دفاع کې یو موټی شي. د جوماتونو او مدرسو سپکاوی او د وسلو په اور کې یې ویجاړول، هېڅ وخت د منلو وړ نه دي. دا یواځې د خښتو او ودانیو زیان نه دی، بلکې د عقیدې، ایمان او روح تاوان دی او دا تاوان هېڅکله هم د زغملو نه دی.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.