Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان
    لیکني

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    صابر افغانصابر افغان7 مې 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې داسې دردونکې پېښې رامنځته شوې چې د هر بیدار ضمیر څښتن مسلمان زړه پرې دردېدلی. ديني مدرسې، جوماتونه او د حافظانو او طالب‌العلمانو د زده‌کړې سپېڅلي مرکزونه د جګړو، بمبارونو او سیاسي عقدو ښکار شوي دي. دا هغه مقدس ځایونه دي چې د سولې، معرفت، عبادت او اخلاص مرکزونه ګڼل کېږي، خو بدبختانه د هغو کسانو لخوا په نښه ګرځي چې یا د دنیاوي قدرت لیوان دي او یا د اسلام د حقانیت دښمنان.

    مونږ ولیدل چې څنګه یو دیني مرکز (چېرته چې قرآن کریم زده کېده، حافظان روزل کېدل او عبادت کوونکي شپه‌ورځ د الله تعالی عبادت کاوه) د محض مسلمان‌نماوو له لوري (کوم چې د قدرت تږي او د صداقت بې‌برخې وو) دوه ځله د درنو وسلو لاندې ونیول شو، د بې‌دفاع حافظانو وینې تویې شوې، او دا سپېڅلی ځای له خاورو سره خاورې شو. دا یو داسې تور داغ و چې نه به یې تاریخ وبښي او نه به یې امت هېر کړي.

    همداراز مونږ ولیدل چې د دوو رقیبو هېوادونو ترمنځ څو ورځې پرله‌پسې تند ګواښونه تبادله شول، خو پایله یې بیا هم د عبادت، علم او اخلاص پر مرکزونو توغندیز بریدونه وو. دا مقدسات د هغه سیاسي غرور، عقدو او زور ازمايۍ قرباني شول، چې دواړه خواوې یې د خپلو ناکامیو پټولو او د عوامو په سترګو کې د خاورو شندلو لپاره کاروي.

    دا ډول بریدونه (که د هر هېواد له لوري وي او که د هر دلیل له مخې وي) د بشریت او اسلامي ارزښتونو ښکاره سپکاوی دی. جوماتونه، مدرسې او ديني شعائر له ټولو سیاسي کرښو لوړ دي. دا ځایونه د اسلامي امت ګډ روحاني میراث دی او د جګړو په اور کې یې سوځول هېڅ توجیه نه لري.

    اوسنی حالت دا ایجابوي چې امت د دیني مقدساتو په دفاع کې یو موټی شي. د جوماتونو او مدرسو سپکاوی او د وسلو په اور کې یې ویجاړول، هېڅ وخت د منلو وړ نه دي. دا یواځې د خښتو او ودانیو زیان نه دی، بلکې د عقیدې، ایمان او روح تاوان دی او دا تاوان هېڅکله هم د زغملو نه دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد یمن حوثیان: د غزې د محاصرې تر پایه به د اسرائیلي رژيم پر بېړیو عملیات روان وي
    راتلونکي مقاله القسام ځواکونو اسرائيلي پوځيانو ته کمين ورکړی او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې

    مربوطه لیکنې

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    11 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    10 اگست 2026

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    10 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 11 اگست 2026

    د سوریې جنايي محکمې بشارالاسد او د هغه د رژيم څو لوړپوړي چارواکي په اعدام محکوم کړل

    د سوریې رسمي خبري اژانس، سانا‌ راپور ورکړی، چې د سوریې څلورمې جنایي محکمې، د…

    ليبيا کې د پرلپسې بريدونو او پوځي استخباراتو د رئيس له وژل کیدو سره بېړنی حالت اعلان شوی

    11 اگست 2026

    د لیبیا د پوځي استخباراتو مشر په بنغازي کې د چاودنې له امله وژل شوی

    11 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې جنايي محکمې بشارالاسد او د هغه د رژيم څو لوړپوړي چارواکي په اعدام محکوم کړل

    11 اگست 2026

    ليبيا کې د پرلپسې بريدونو او پوځي استخباراتو د رئيس له وژل کیدو سره بېړنی حالت اعلان شوی

    11 اگست 2026

    د لیبیا د پوځي استخباراتو مشر په بنغازي کې د چاودنې له امله وژل شوی

    11 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.