Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د رئیس الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي
    افغانستان

    د رئیس الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره کتلي

    صابر افغانصابر افغان23 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عارف عثمانوف سره کتلي.

    په دې کتنه کې د ازبکستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ له ښو اړیکو خوښي څرګنده کړې او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

    د ازبکستان سفیر له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هېواد د حکومت لېوالتیا ته په اشارې سره ویلي چې ازبکستاني سوداګر او پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د درملو د واردولو، د سمنټو د فابریکو د جوړولو او د ډبرو سکرو د سوداګرۍ په برخو کې کار وکړي.

    په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د ازبکستان د سفیر هڅې ستایلي او ازبکستان ته یې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ازبکستان د سوداګرو لېوالتیا ارزښتناکه بللې ده.

    ښاغلي حنفي د خپلو خبرو پر دوام ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت به د ازبک سوداګرو او پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

    مخکینۍ مقالهد ۱۶۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د لوګر د سیمنټو پروژې قرارداد ترسره کېږي
    راتلونکي مقاله اسرائیل په رسمي ډول د شهید اسماعیل هنیه د ترور پړه ومنله

    مربوطه لیکنې

    شیخ سنیع الله فرهمند د ترکیې د کلتور او سیاحت له مرستیال وزیر سره کتلي

    14 جنوري 2026

    اندونيزيا د ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

    14 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 جنوري 2026

    شیخ سنیع الله فرهمند د ترکیې د کلتور او سیاحت له مرستیال وزیر سره کتلي

    ‏په انقره کې د افغانستان سفیر، شيخ سنيع الله فرهمند د ترکيې د کلتور او…

    اندونيزيا د ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

    14 جنوري 2026

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    14 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شیخ سنیع الله فرهمند د ترکیې د کلتور او سیاحت له مرستیال وزیر سره کتلي

    14 جنوري 2026

    اندونيزيا د ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

    14 جنوري 2026

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    14 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.