په هر هېواد کې د مهمو قوانینو له ډلې څخه یو هم د جزا قانون دی، څو د مجرمینو پر ضد د هغه په پلي کېدو سره امنیت او ثبات تأمین او ټینګ شي. افغانستان، هغه هېواد چې پکې د اسلامي نظام حاکمیت قائم او نافذ دی، په طبیعي ډول په دې برخه کې شرعي احکام او قوانین تطبیق او اجرا کوي او د هېڅ مجرم په حق کې زغم نه ښيي.
هغه څه چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان د جزايي قوانینو په اړه په رسنیو کې مطرح شوي او د سپک ژبو مخالفینو ژبې یې دې موضوع ته را اړولي دي، په حقیقت کې د شارع کریم د شرع پر بنسټ تدوین او تصویب شوي دي.
د دغو قوانینو له مهمو مواردو او څرګندو ځانګړنو څخه یو دا دی چې په مادو او بندونو کې یې د «طبقاتی ټولنې» وېش او مداخله ځای نه لري؛ دا یو بنسټیز اصل دی چې د اسلامي قوانینو له مهمو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.
ځکه د لوېدیځو هېوادونو په جزايي قوانینو کې او آن د اسلام له راتګ څخه وړاندې، یو له عامو ظلمونو څخه دا و چې خلک د جزا او سزا په وړاندې د ټولنیز مقام پر بنسټ وېشل کېدل. دا کار پخپله د ټولنې د کمزورو او بېوسه وګړو پر وړاندې لوی ظلم او جفا بلل کېږي؛ داسې چې کېدای شي د ډېر کوچني جرم په بدل کې تر ټولو سخته سزا وویني، د ژوند له حقه بې برخې شي او کلونه د زندان د میلونو تر شا بند پاتې شي.
له بلې خوا، شونې ده چې ستر مجرمان به د تر ټولو وحشتناکو جرمونو په ترسره کولو سره، یوازې د خپل ټولنیز مقام یا شتمنۍ له امله، تر ټولو لږه او ناچیزه سزا ويني او یا هم دولت ته د پیسو په ورکولو ازاد شي.
دا ډول قوانین په حقیقت کې د حق د اعادې او د رښتیني عدالت د پلي کېدو لپاره نه، بلکې د هغو «ذینفوذه او زورورو کسانو» لپاره د تېښتې لارې برابروي چې د متمدنو نظامونو په جزايي جوړښتونو کې ځای لري.
خو د اسلامي نظام په جزايي قوانینو کې دا ډول څه نشته. هر جرم خپله ټاکلې سزا لري او مجرم د قانون په نظر کې له نورو همجرمو مجرمانو سره برابر ګڼل کېږي؛ پروا نه لري چې څوک دی، له چا سره تړاو لري او یا جرم یې په کوم ډول ترسره کړی دی. همدارنګه د پیسو ورکولو او ورته لارو له لارې د قانون څخه د تېښتې هېڅ امکان نشته.
له همدې امله، د اسلامي امارت د نظام جزايي قانون د شارع کریم پر بنسټ ولاړ، د قرآن او سنتو له نصوصو اخیستل شوی او د معتبرو آثارو او روایتونو پر شواهدو متکي دی؛ داسې قانون چې د هر زورور او ځواکمن لاسونه له وړاندې او وروسته تړي او ټول خلک د قانون په وړاندې په یوه کچه کې دروي.
سره له دې څرګندونو، هغه څه چې تښتېدلي مخالفان یې په دې تړاو پر ژبه راوړي او هغه د افغانستان پر ملت ظلم او د هېواد شاتګ بولي، په حقیقت کې د دوی بله درواغجنه دسیسه ده؛ یوازې یوه هڅه ده چې یو ځل بیا ځانونه د عامه افکارو په وړاندې مطرح کړي او تر دې ډېر څه نه دي.
په دې اړه د رحمتالله نبیل، د ملي امنیت پخواني رئیس څرګندونې له حقیقت او شته واقعیت څخه لرې دي. هغه څه چې دی یې سخت ګیري بولي، په اصل کې د ټولنې د هر فرد پر وړاندې د برابر عدالت د تطبیق وسیله ده.
همدارنګه، د دې موضوع پلمه کول د خلکو، په ځانګړي ډول د پوهانو، مفکرانو او روڼ آندو د هڅولو لپاره، بې ګټې او عبث کار دی؛ ځکه د دوی تېر تور تاریخ ته په کتو، د دغو خبرو کمزوري او بې بنسټ والی په ښه توګه څرګندېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


