Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د رحمٰن مېنې د سړکونو د پخولو چارې بشپړې شوې
    افغانستان

    د رحمٰن مېنې د سړکونو د پخولو چارې بشپړې شوې

    صابر افغانصابر افغان3 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د اتمې ناحیې اړوند د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۱.۵، ۱۲.۵ او ۴۰ مترو په سور سره د رحمٰن مېنې د E برخې سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.

    کابل ښاروالۍ پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، له ستانکزي بلاکونو څخه تر کارته نو سړک پورې د دې سړک د جوړولو چارې چې پرو سږکال پیل شوې وې، تر دې مهاله ۹۵ سلنه مخته تللې دي او هڅه کېږي تر څو هر څه ژر بشپړې شي.

    د کابل ښاروالۍ د پروگرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د بېخ‌بنسټو پروژو د څارنې امر انجنیر محمد حامد سادات وايي، د پروژو او پروگرامونو د تنظیم ریاست مسوولان د پروژې له کیفیت څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنه کوي او د سړک جوړونې دا لویه پروژه نښلوونکي کانالونه، لښتي، گلدانونه، پلې لارې، تم‌ځایونه، د بایسکل چلولو لیکې او د یوه معیاري سړک نور جزییات په بر کې نیسي.

    د یو بل خبر له مخې، تر استملاک وروسته د امېد ښارگوټي څخه د عرفاني سړک اړوند د قلعه غازي سړک ته د عمومي نوي سړک د جوړونې لومړني کارونه پیل شوي دي.

    د کابل ښاروالۍ وايي، په ۱۳مه ناحیه کې د یادو دوو سړکونو په جوړولو او د خنډونو په لرې کولو کې د سیمې خلکو همکاري وکړه، چې د یادو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل لوېدیځ لوري ته د تگ راتگ زمینه برابره شي او ښاریانو ته به گڼې اسانتیاوې برابرې شي.:«د امېد ښارگوټي څخه تر عرفاني عمومي سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې د اتلسو میاشتو په موده کې به جوړ شي. همدارنگه د قلعه‌غازي سره نښلوونکی سړک ۱۱۴۶متره اوږدوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري، چې په معیاري او بنسټیز ډول به جوړ شي.»

    اوس‌مهال د کابل ښاروالۍ له لوري د رغونې او بیارغونې گڼې پروژې پلې شوې، چې نږدې هره اوونۍ د یوې بشپړې شوې پروژې پرانیسته کېږي.

    مخکینۍ مقالهد کمال خان بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت له ټولو گاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

    مربوطه لیکنې

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    27 جنوري 2026

    مولوي عبدالشکور حقاني د هندوستان د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی

    27 جنوري 2026

    پلخمري کې څلور تنه له زرګونه عدده نشه‌يي ګولیو سره نیول شوي

    27 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جنوري 2026

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    ټولګټو وزارت وايي، چې د ياد وزارت اړوند د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست…

    اسرائیلي رژيم غزه کې د خپل وروستي بندي سرتېري جسد موندلی

    27 جنوري 2026

    احمد الشرع سبا چهارشنبه ولاديمير پوتين سره د ليدنې په موخه مسکو ته سفر کوي

    27 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    27 جنوري 2026

    اسرائیلي رژيم غزه کې د خپل وروستي بندي سرتېري جسد موندلی

    27 جنوري 2026

    احمد الشرع سبا چهارشنبه ولاديمير پوتين سره د ليدنې په موخه مسکو ته سفر کوي

    27 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.