Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د رسنیو د تخطیو د ارزونې کمېسیون د افغانستان انټرنېشنل راډیو تلوېزون خپرونې د هېواد له نافذه قوانینو سره ټکې بللې
    افغانستان

    د رسنیو د تخطیو د ارزونې کمېسیون د افغانستان انټرنېشنل راډیو تلوېزون خپرونې د هېواد له نافذه قوانینو سره ټکې بللې

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د رسنیزو تخطیو د اروزنې کمېسیون په خپله اوونیزه ناسته کې د افغانستان انټرنېشنل راډیو تلوېزون خپرونې د هېواد له نافذه قوانینو سره په ټکر بللې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالېسستانو او رسنوالو یوه گړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او تر لاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو، ملي گټو او انساني غوښتنو له مخې ټاکل کېږي او پامنیوی یې د رسنیو او ژورنالېستانو لپاره اړین وي.:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون د رسنیو مسلکي، حقوقي او اخلاقي موارد، رسنیز شکایتونه له نږدې او په خورا مسلکي ډول څاري او وخت پر وخت له رسنیو سره خپلې پرېکړي او سپارښتنې شریکوي. افغانستان انټرنیشنل راډیو او ټلوېزیون چې له هېواده بهر د هېواد د ننه لپاره خپرونې کوي، په لوی لاس ځینې مسلکي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي، د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون په نوموړي رسنۍ شوي شکایتونه یې خپله ناسته څېړلي دي.»

    د خبرپاڼې له مخې، یادې رسنۍ د وگړو او حقوقي شخصیتونو د خصوصی حریم پامنیوی او ورته درناوی چې د اسلام مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانگړی ځای لري، د دې رسنۍ له‌خوا پرې په وار وار تېری کېږي.: «شخصیت وژنه چې له مسلکي پلوه په بشپړ ډول رسنیز جرم دی د افغانستان انټرنېشنل د خپرونو ورځنۍ چاره ده. له مسلکي پلوه د خبرونو کره‌والی او سموالی یوه مهمه چاره ده، خو نوموړی راډیو، تلوېزیون دا مسلکي چاره د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.»

    یاد کمېسیون په خپل لس مادییزه اعلامیه کې د یادې رسنۍ هغه موارد په ګوته کړي، چې د افغان انټرنېشنل له لوري بیا بیا تکرارېږي.: «تحریف یا په معلوماتو کې گوتوهنه چې یو مسلکي جرم دی، دا رسنۍ یې په خلاص مټ ت رسره کوي.

    د رسنیو یوه ډېره مهمه دنده چې د ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتنه ده، افغانستان انټرنېشنل یې لا زیانمنوي. د افغانستان انټرنېشنل خپرونې د ټولنې د یووالي او سالمیت پر ځای په هېواد کې بېلابېلو قومي، ژبنیو او سیمه‌ییزو تعصبونو ته لمن وهي.»

    همدا راز یاد کمېسیون ویلي، د افغانستان انټرنېشتل راډیو، تلوېزیون د خپرونو محتوا او د وړاندې کوونکو کړه وړه له افغاني ارزښتونو او دیني غوښتنو ښکاره سرغړاوی دی.

    د اطلاعاتو د ترلاسي لپاره له سرچینو سره معامله او ان کله کله د معلوماتو او کلیپونو په بدل کې بډې ورکول یوه بشپړه اخلاقي او حقوقي تېروتنه ده، چې نوموړی تلوېزیون یې تر سره کوي.: «په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالېزم له مهمو اصلونو څخه دی، چې نوموړی تلوېزیون ان د مېلمنو په غوراوي کې هم دا مسلکي چاره تر پښو لاندې کوي، په خپلو خپرونو کې داسې کسان مېلمانه کوي چې د خپلو عقدو او شخصي تمایلاتو له مخې د اورېدونکو عامه افکار زیانمنوي، تر ټولو بده دا چې په هېواد کې د حاکم نظام او ټیکاو پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دُښمنانو تبر ته لاستی اچوي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټول شنونکې، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره به بحثونو کې له گډون او هر ډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې نوموړې رسنۍ ته د خپراوي د اسانتیاوو برابرول ممنوع دي.: «د افغانستان له مؤمن ولس څخه هیله ده چې د افغانستان انټرنېشنل راډیو تلوزېزون سره د خپل ایماني او ملي مسوولیت له مخې مقاطعه وکړي.»

    مخکینۍ مقالهپه متحده عربي اماراتو کې ۴۲ افغان بندیان راخوشې کېږي
    راتلونکي مقاله د کانونو وزیر: چین دې د مس عینک پروژه ژر پیل کړي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.