د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون نوبتي ناسته کې د یو شمېر رسنیو او خبریالانو ستونزې څېړل شوي او په اړه یې لازمې پرېکړې شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د تېرو پرېکړو د تطبیق راپور هم وړاندې شوی او د تجلا او چنار راډیوګانو او نورو رسنیو د ستونزو په اړه بحث شوی دی.
دغه راز، د رسنیو په چارو کې د پردیو اصطلاحاتو د کارونې د مخنیوي، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستونزو د حل لپاره د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو ټینګار شوی.


