Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د رواني جګړې بل هدف؛ د افغانستان د اقتصادي او بانکي سیستم رښتینی وضعیت څنګه دی؟!
    لیکني

    د رواني جګړې بل هدف؛ د افغانستان د اقتصادي او بانکي سیستم رښتینی وضعیت څنګه دی؟!

    صابر افغانصابر افغان16 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:
    د امریکا د سولې انسټيټیوټ په خپل تازه تحلیلي راپور کې ویلي چې د افغانستان بانکي او اقتصادي سیستم اوس مهال په پراخه کچه له سختو ننګونو سره مخ دی. یادې ادارې زیاته کړې چې په دې وروستیو کې په نړیواله کچه د کړکېچونو زیاتوالي او له افغانستان سره د بشري مرستو کمېدو، د دغه هېواد اقتصادي او بانکي سیستم هم اغېزمن کړی دی.

    د امریکا د سولې په انسټيټیوټ کې د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه «ویلیام برد» په دغه تحلیلي راپور کې ویلي، چې په دې وروستیو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د پام وړ کمې شوي او په نړیواله کچه د کړکېچونو د زیاتوالي له کبله ښايي دا مرستې نورې هم کمې شي چې دا چاره به د افغانستان پر بانکي او اقتصادي نظام ناوړه اغېزه وکړي.

    د نوموړي په خبره، اوس مهال د افغانستان مرکزي بانک د لویو اقتصادي سیاستونو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، ځکه چې دغه بانک اوس مهال په بهر کې خپل ارزي زېرمو ته لاسرسی نه لري او دغه راز د بانکنوټونو د چاپ په برخه کې یې هم ننګونې ډېرې دي.

    تبصره:
    د افغانستان پر وړاندې د رواني جګړې په درشل کې، دا ځل د دغه هېواد اقتصادي، مالي او بانکي سیستم نښه ګرځول شوی دی؛ د امریکا د سولې انسټيټیوټ په ګډون ډېری لوېدیځ بنسټونه، رسنۍ او ادارې اوس هڅه کوي چې د افغانستان مالي او بانکي نظام پڅ او ناکام وښيي، ځکه دغه نظام د تمې خلاف، په تېرو نږدې دریو کلونو کې په چارو کې د روڼتیا او دغه راز سالمې ادارې له برکته، پر افغانستان د امریکا او د هغو نورو متحدینو د فشارونو لویه برخه راکابو کړې وه.

    په تېرو نږدې دریو کلونو کې د افغانستان بانک، ماليې وزارت او نورو اقتصادي بنسټونو او ادارو د سالمې رهبرۍ، ښه مدیریت، همغږۍ او پرله پسې هڅو په پایله کې له یوې خوا د افغانۍ ارزښت د تمې خلاف ثابت وساته.

    په تېرو دریو کلونو کې د افغانۍ ثبات او ارزښت ان د ډېرو پرمختللو هېوادونو تر ارزښت لوړ او ثبات لوړ و، د افغانستان مرکزي بانک د یو لړ مهمو اقداماتو په ترسره کولو سره په افغانستان کې پولي ثبات رامنځته کړ، خپلې داخلي ارزي زېرمې یې پوره کړې، په ټپه درېدلې بانکي چارې یې روانې کړې، پر بانکونو یې د خلکو اعتماد بېرته راخپل کړ، د معاشونو په ګډون اکثریت پولي چارې بېرته د بانکونو له لارې پیل شوې، سوداګرو ته نه یواځې دا چې د دوی د تېرو پیسو د ورکړې اندازه خورا لوړه شوه، بلکې دوی ته یې د قرضونو د ورکړې نوښت هم وکړ.

    د دې ترڅنګ لسګونه داسې نور ګامونه اوچت شول چې هم یې زموږ پولي ارزښت وساته، هم یې اقتصادي وده رامنځته کړه، هم یې په هېواد کې د لویو پروژو د پیل زمینه برابره کړه، هم یې پکې هېوادوالو، پانګوالو او سوداګرو ته د پام وړ خدمات او امتیازات ډېر کړل، خو پوښتنه دا ده چې دا هرڅه په کوم حالت کې وشول؟!

    دا ټول پرمختګونه او مثبت ګامونه په داسې حال کې واخیستل چې له بده مرغه د تېر پرځېدلي جمهوري حجومت په وروستیو او د شړېدو پرمهال بانکونه په ټپه ولاړ وو، ارزي زېرمې یې خالي شوې وې، د خلکو امانتونه ضایع شوي وو او په ټوله کې بانکي سیستم فلج و، امریکا هم د افغانستان میلیاردونه ارزي زېرمه په پوره بې باکۍ او ظالمانه توګه کنګل کړه، پر افغانستان یې بندیزونه ولګول، افغانستان یې د پیسو د لېږد له نړیوالو سیستمونو و ایست، خو په افغانستان کې د سالمې رهبرۍ او مدیریت له کبله دا هرڅه ډېر ژر کابو شول او په تېرو نږدې دریو کلونو کې بانکي او مالي نظام په پښتو ودرول شو.

    نو دا اوسنۍ او ښايي په دې شپو ورځو کې چې د افغانستان د بانکي او مالي نظام پر ضد کومې څرګندونې کېږي، دا ټولې ناسمې دي، د رواني جګړې برخه ده او په دې ډول هڅه دا ده چې دا بریالۍ برخه هم فلج شوې او ناکاره وښيي او د خلکو اعتماد ته زیان ورسول شي، خو افغانان باید دې موضوع ته متوجه وي، او یواځې حقیقتونه په پرانیستو سترګو وویني، نه د نورو رسنیو او بنسټونو تبلیغاتي او پارونکې ویناوې او په اصطلاح تحلیلي راپورونه!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوڅ وسله والو د نومبر په ديارلسمه د بلوڅ شهيدانو د ورځې په مناسبت پاکستان کې ۴۵ بريدونه کړي
    راتلونکي مقاله د هنګري لومړی وزیر: پر اروپا د روسیې د بندیزونو له امله د اروپا اقتصادي سېستم د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.