د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې ۱۵۷ روسي سرتېري د اوکراین له بند خونو خوشې شوي دي.
د سپوتنیک د راپور له مخې، د دغو سرتېرو په بدل کې ۱۵۷ اوکرایني سرتېري مقابل لوري ته سپارل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې خوشې شوي روسي سرتېري دا مهال په بلاروس کې تر درملنې لاندې دي، چې وروسته به روسیې ته ولېږدول شي.
