شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp سرګي شویګو د روسیې د امنیت شورا منشي، له «کومرسانت» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ادعا کړې چې لويديځ په تېره بیا د ناټو غړي هېوادونه هڅه کوي د خپلو پوځي لګښتونو د پام وړ زیاتوالي لپاره پلان جوړ کړي، چې دا کار به د ټولنیزو خدماتو د کمښت، د مالیاتو د لوړوالي او پورونو د زیاتوالي له لارې تر سره شي. نوموړي زياته کړې «د نورو خلکو د پیسو غلا او ناوړه استفاده د لویدیځ لپاره یوه عامه کړنلاره ګرځېدلې ده، د بېلګې په توګه، دا موضوع د لیبیا، سوریې او افغانستان د پیسو په اړه صدق کوي.»شويګو همدا راز ويلي، چې د عامو خلکو د غبرګون د کمولو لپاره، به اروپايي اتحادیه د روسیې له کنګل شوو پیسو استفاده وکړي.ياده دې وي چې واک ته د افغانستان سرپرست حکومت په رسېدو سره امريکا د بې شمېره اقتصادي بنديزونو سربېره د افغانستان ۹.۵ ميليارده ډالره شتمني هم کنګل کړې ده.