Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د روسیې لخوا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل او د مخالفینو منفي غبرګونونه
    لیکني

    د روسیې لخوا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل او د مخالفینو منفي غبرګونونه

    صابر افغانصابر افغان8 جولای 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تاریخ په اوږدو کې، هر اشغالګر او متجاوز چې افغانستان ته یې د یرغل په سترګه کتلي، یوازینۍ موخه یې له دې خاورې څخه اقتصادي، سیاسي او سیمه‌ییزه ګټه پورته کول وو. له همدې امله تل د دوی نقشه او پلان دا و چې افغانستان د نړۍ له کاروان څخه شاته پاتې شي، که څه هم په هره بیه تمام شي او هر څومره خلک ووژل شي.

    خو د دښمن د لوی ځواک او نظامي برلاسۍ سره، سره د افغانستان شریف ملت وتوانېده چې له ډېرو زړورو هڅو او مبارزو وروسته دا هېواد د اشغالګرو او تېري‌کوونکو له غلامۍ او اسارت څخه آزاد کړي. اوس افغانستان له څه مودې راهیسې د خپلواکۍ تر بیرغ لاندې ژوند کوي او د هر اشغالګر له بنده خلاص شوی دی.

    باید پوه شو چې اشغالګر یا کفري هېوادونه هېڅکله نه غواړي چې اسلامي هېوادونه آزاد او خپلواک ژوند وکړي او خپل برخلیک په خپله وټاکي، بلکې په هره لاره چې ممکن وي غواړي چې هغه هېوادونه تر خپلې ولکې او واکمنۍ لاندې ولري او د پردې تر شا واکمنان او اصلي حاکمان یې پخپله وي.

    خو هغه څه چې ښکاره حقیقت دی، هغه دا دی چې د افغانستان غیور ملت د تاریخ په اوږدو کې د لویو امپراتوریو او قدرتونو په ماتولو سره تل دا ثابته کړې چې د آزادۍ او خپلواکۍ حق د دوی دی او هېڅوک نه شي کولای په زور او فشار سره دوی تسلیم کړي.

    د اشغال د دورې له پای ته رسېدو او له دښمنانو سره د جګړې له ختمېدو وروسته، اوس د دې فرصت رارسېدلی چې دا هېواد د آزادۍ اصلي خوند وڅکي او په نړۍ کې ازادانه تعامل وکړي. په دې منځ کې، له نړۍ سره د تعامل د لارو د پرانیستلو لپاره د نړۍ د هېوادونو له خوا د دې هېواد په رسمیت پېژندل اړین او لازمي دي.

    نو د افغانستان له خپلواکۍ او د مغرورې امریکا په څېر د اشغالګرو له شړلو او ایستلو څخه شاوخوا څلور کاله وروسته، روسیه لومړنی هېواد دی چې په رسمي توګه یې دا هېواد په رسمیت وپېژنده او د هېواد بیرغ په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې ورپول شو او د نړۍ په افق کې د افغان ملت لپاره د هیلې یوه کړکۍ پرانیستل شوه.

    دا منل، لومړنی او تر ټولو مهم ګام دی چې اخیستل شوی او له دې وروسته به نور ډېر هېوادونه هم د وخت په تېرېدو سره دا هېواد په رسمیت وپېژني او دا طلسم به مات شي. همدارنګه د روسیې له خوا په رسمیت پېژندل له نورو هېوادونو سره د افغانستان په سیاسي تعاملاتو کې د سولې، پخلاینې او پرمختګ پیغام‌راوړونکی او د سرپرست حکومت لپاره د بریا او کامیابي ښکارندوی دی.

    هغه حکومت چې د خلکو له منځه راپورته شوی او له ملت او هېواد ته له خدمت پرته بله موخه نه لري او د وخت په تېرېدو سره هره ورځ د ملت او د نړۍ د ملتونو ډېر باور او اطمنان ترلاسه کوي، معلومه ده چې ښه پایله یې په تمه ده او پرمختګ به یې په رسمیت پېژندلو سره د نړۍ په هنداره کې څرګند شي.

    په دې منځ کې، د مخالفینو غمجن غږونه پورته شوي او هر یوه له هر تریبون څخه د روسیې دا اقدام او پرېکړه غندلې ده. له هغه ځایه چې تمه یې نه درلوده نو ځکه داسې ښکاري چې یو کلک او ځپونکی ګوزار یې خوړلی او دا ډول پرېکړه د دوی د ژورې ناهیلۍ لپاره خورا اغېزناکه وه.

    د افغانستان د ملت د دې بریا پر وړاندې په خپلو غبرګونونو سره، دوی یو ځل بیا خپله اصلي او کرغېړنه څهره بربنډه کړه او ویې ښودله چې هېڅکله د افغانستان د پرمختګ او د ملت د ژوند د ښه والي غوښتونکي نه دي او لا هم هڅه کوي هر هغه اقدام چې د دې هېواد د ښه والي لپاره اخیستل کېږي، ګډوډ او خراب وښیي.

    داسې څرګندوي لکه یواځې چې دوی د دې هېواد او خلکو په خیر او صلاح پوهېدل او په هغه ټولو ورانیو، ویجاړیو، اختلاس او زور زیاتي سره چې د جمهوریت او اشغال په دوره کې یې پر دې ملت تپلي وو، لا هم فکر کوي چې هماغه دوره د ملت په ګټه او صلاح وه!

    خو د افغانستان شریف ملت دې درک او شعور ته رسېدلی چې نور د دوی چل رنګ نه لري، د دوی له مشکو څخه د تعفن بوی راځي او د دوی د فریب رسۍ شړېدلې ده.

    نو هر څومره چې لوړې چیغې ووهي او له لیرې او نږدې یې وغندي، ګټه نه لري، د وخت په تېرېدو سره به بالاخره په خپلې ماتې پوه شي او د تل لپاره به پر شونډو د چوپتیا مهر ولګوي او نور به له دوی څخه داسې غږ وا‌ نه‌ورېدل شي چې وغواړي درواغ د حقیقت پر ځای او تزویر د صداقت پر ځای پر خلکو وپلوري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحوثیانو سره سمندر کې له اسرائیلو سره تړاو لرونکې بېړۍ ویشتلې
    راتلونکي مقاله پر اسرائیلي پوځیانو د القسام تازه کمینونه؛ څلور پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    انادولو‌ خبري اژانس د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر له قوله خبر ورکړی،…

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    حماس: د لوږې له امله د څه باندې ۷۰ فلسطیني ماشومانو شهادت د بشریت پر تندي تور داغ دی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    حماس: د لوږې له امله د څه باندې ۷۰ فلسطیني ماشومانو شهادت د بشریت پر تندي تور داغ دی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.