د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، ‏ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر، ولادیمیر پوتین په نږدې راتلونکې کې چین ته سفر وکړي.

سپوتنیک د کرملین ماڼۍ له قوله لیکلي، چې د دې سفر لپاره چمتووالی نیول شوی او وروستۍ نېټه به یې وروسته اعلان شي.

د دې سفر اعلان داسې مهال کېږي، چې د پوتین امریکایي سیال، ډونالډ ټرمپ هم په رسمي سفر بیجینګ ته تللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version