نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې د یو پیغام په خپرولو سره لیکلي:«اوباما خاین دی، هغه باید ونیول شي او بندي شي.»

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د خپل یوه مينوال د هغې لیکنې په ځواب کې خپرې کړي، چې پکې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د ټرمپ د بې‌اعتباره کولو لپاره د اوباما د هڅو یادونه شوې وه.

تر دې وړاندې هم، د امریکا ولسمشر په مینیاپولیس کې له اعتراض کوونکو څخه د اوباما د ملاتړ په غبرګون کې، د هغه د نیولو غوښتنه کړې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version