د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د رياست الورزا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کابل کې د قطر سفارت له شارژدافير دوکتور مُردِف القاشوطي سره د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړيکو په پراختيا خبرې کړې دي.

د اقتصادي معاونيت خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي برادر د مذاکراتو پر مهال د قطر له کوربه توب مننه کړې او د قطر له دولت او پانګوالو ېې غوښتي چې چې په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصت او د اسلامي امارت له همکارۍ ګټه پورته کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې د قطر شارژدافير القاشوطي‌ ويلي چې قطر له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو پراخولو ته لېواله دی او په دې لړ کې به ډېر ژر کندهار کې د قطر هېواد له لوري د ميرويس روغتون د ۴۰۰ نويو بسترونو د جوړولو د کار د پيل سربېره د کابل او دوحې ترمنځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو په زياتوالي هم کار پيل کړي.

د قطر شارژدافير زياته کړې چې قطر هېواد له افغانستان سره په تعليمي برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی او همدارنګه به ډېر ژر کابل کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د قطر خيريه بنسټ هم په کار پيل وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version