د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي، چې مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي.
ښاغلي برادر ویلي، چې په افغانستان کې د جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې ظهور وکړ، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او پر داسې تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له علماء کرامو غوښتي، چې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي.
نوموړي د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.
