د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر پر هېوادونو غږ کړی چې په سیمه‌ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د ا.ا له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه‏ مناسبه ګټه واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه په کندهار ولایت کې د «الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار» د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې کړي.

ښاغلي برادر زیاته کړې، ا.ا د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري او دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی دی.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې سیاسي قدرت ثابت او متعادل ساتل شوی، د حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې ګواښ له منځه تللی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ا.ا له لوري به د هیڅ چا حقوق او امانت ضایع نشي او زیاته کړې یې ده، چې ټول هېوادوال باید د هېواد په بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودرېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version