د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تائید شوه.
د اقتصادي کمیسیون په دې غونډه کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم له ارزونې وروسته د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تائید شوې.
د دې طرحې له مخې به دغه مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، یادې پرېکړې د منظورۍ لپاره د سرپرست حکومت مشرتابه مقام ته هم استول شوې دي.