Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د ریچارډ بنیټ پر سفر بندیز؛ معقوله پرېکړه او بې معنی غبرګونونه!
    تبصرې

    د ریچارډ بنیټ پر سفر بندیز؛ معقوله پرېکړه او بې معنی غبرګونونه!

    صابر افغانصابر افغان23 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:

    ګڼو لوېدیځو رسنیو په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په اړه مطالب خپاره کړي دي؛ نوموړی څو ورځې وړاندې د افغانستان په اړه د منفي او له حقیقت څخه لېرې راپورونو د خپرولو له کبله، د افغان حکومت له لوري دغه هېواد ته له سفر کولو منع شو.

    فاکس نیوز په خپل مطلب کې په دې اړه د اروپایي ټولنې، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو غبرګونونو ته اشاره کړې ده؛ د سرچینې په خبره، دغه بنسټونو افغانستان ته د بنیټ پر سفر بندیز غندلی او په وینا یې دا چاره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه شته اندېښنې نورې هم ډېرولی شي.

    په ورته وخت کې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې خصوصي رسنۍ سره د مرکې پرمهال تایید کړه، چې پر ریچارډ بنیټ یې افغانستان ته په ورتګ لپاره ځکه بندیز لګولی چې نوموړي د افغانستان پر ضد تبلیغات کول.

    تبصره:

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ چې په ‎ ۲۰۲۲ کال پر دغه ماموریت ګومارل شوی، که یې د دندې تېرې نږدې دوې کلنې مودې ته فکر وشي، له بده مرغه په متواتره توګه یې د افغانستان د خلکو او حکومت ضد پالیسي اختیار کړې، د افغانستان پر ضد او له حقیقتونو لېرې راپورونه خپروي او له د خپلو ناستو او کارونو تمرکز یې ټول پر هغو کړیو او اشخاصو دی چې تېر شل کاله پر افغانستان پر زور واکمن وو او اوس هم له هرې لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې شته امنیت اخلال او نړۍ ته د افغانستان تصویر منفي وښيي.

    بنیټ افغانستان ته د خپل ماموریت له پیل راهیسي څو ځله سفرونه کړي، دلته یې شته امنیت، اقتصادي تحرک او په بېلابېلو برخو پرمختګونه په خپلو سترګو لیدلي، خو له بده مرغه د دې پر ځای چې نوموړی په خپلو راپورونو کې بې پرېوالي او حقیقت ته انعکاس ورکړي، تل د افغانستان او افغانانو د مخالفو ادرسونو او کړیو لپاره لاسپیکر ګرځېدلی او په نړیوالو سټېجونو یې د افغانستان او افغانانو پر ضد د زهرجنو تبلیغاتو لړۍ پیل کړې ده.

    که څه هم له نوموړي څخه اوسني افغان حکومت په وار وار د خپلو خپرو کړو منفي راپورونو په اړه وضاحت غوښتی، خو نوموړي پرته له دې چې په دې اړوند وضاحت ورکړي، تل یې د افغانستان او افغانانو ضد جبهه نیولې او د منفي تبلیغاتو پراخ کمپاین یې پیل کړی دی؛ له همدې کبله افغانستان ته د نوموړي پر سفر بندیز یو معقول او له اصولو سره برابر اقدام دی؛ ان دا اقدام باید وړاندی شوی وی، خو ښايي دلیل به یې د اوسني افغان حکومت د زغم پالیسي وي.

    له بلې خوا دې خبر ته د شر او فساد لارویان/بغاوت‌ګران هم ډېر اندېښمن دي او دا پرېکړه یې د خفګان وړ بللې او سخت پرې خفه دي؛ دوی وايي چې بنیټ د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر فعاله و او هر هغه غږ به یې ورسره بدرګه کاوه، چې دوی به یې غوښتنه کوله، خو دوی دومره جاهلان دي چې ان په دې هم نه پوهېږي چې افغاني ټولنه د غربي ډوله حقونو سرسخته مخالفین دي، دوی مسلمانان دي او ځان او ټولې ټولنې ته یوازې د اسلام په چوکاټ کې برابر حقوق غواړي او عملاً یې ورکړي هم دي؛ دوی پر اسلام، د اسلامي قوانینو په دفاع او له غربي قوانینو سره په مخالفت کې سترې قربانۍ ورکړې دي، دوی هغه ستر امپراتوران راڅملولي چې غوښتل یې خپل ارزښتونه پر افغانانو وتپي.

    نه یوازې بنیټ، بلکې دا که هر افغان یا بهرنی وګړی وي، چې د افغانستان د ملي امنیت خلاف غږ پورته کوي، د افغانانو پر ضد جبهه نیسي او له حقیقت لېرې زهرجن تبلیغات کوي باید قانوني او اصولي چلن ورسره وشي؛ دا په ټوله نړۍ کې یو اصل دی، ان ځینې هېوادونه خو په دې برخه کې یو څو ګامه وړاندې هم ځي، دغه ډول کسان نیسي او یا یې په بهرنیو هېوادونو کې موخه ګرځوي.

    له نړۍ سره د افغانستان تعامل دا معنی نه ده، چې دوی هرڅه وايي باید ټول فرمایشونه او غوښتنې یې ومنل شي، بلکې دا تعامل باید پر دوو اړخیزو اصولو او درناوي ولاړ وي.

    ملګري ملتونه د افغانستان پر وړاندې ډېر نور مسئولیتونه لري چې باید ترسره یې کړي؛ ملګري ملتونه پر افغانستان د اوسنیو بې مانا او ناقانونه بندیزونو له کبله مسئول دي، ملګري ملتونه مسئول دي چې افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې د اشغالګرو هېوادونو له کبله د اوښتو زیانونو له کبله دوی د تاوان او خسارې ورکړې ته اړ کړي.

    ملګري ملتونه مسئول دي چې د افغانستان اوسنۍ کنګل کړې پانګه راخلاصه کړي، ملګري ملتونه مسئول دي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکیلي او کاروبار د بندیز له کبله له افغانانو سره د بدیل معیشت په برابرولو کې مرسته وکړي.

    ملګري ملتونه مسئول دي چې له تورو لېستونو د افغان حکومت د مشرانو نومونه وباسي او بالاخره ملګري ملتونه مسئولیت لري چې په افغانستان کې شته واقعیتونه، ډاډمن امنیت، اقتصادي تحرک او په بېلابېلو برخو کې روان پرمختګونه په پرانیستو سترګو وویني او په دې برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

    دا د دوی اصلي مسئولیتونه او دندې دي، له همدې کبله ورته په افغانستان کې د حضور او فعالیت اجازه ورکړل شوې ده، نه دا چې دوی د افغانانو او افغانستان پر ضد جبهه ونیسي او د نورو منفي او زهرجنو تبلیغاتو لاسپیکر وګرځي.

    مخکینۍ مقالهد غزې تړانګې کې ۴۷ فلسطینيان شهيدان شوي دي
    راتلونکي مقاله هغه کړنې چې بغاوت کوونکي د خلکو په نظر کې منفور ګرځوي!

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.