د سترې محکمې مرستيال وياند، قاري منصور احمد حمزه ويلي، چې د دې محکمې قضائي مرستیال شیخ محمدقاسم (راسخ) د یوه پلاوي په مشرۍ کاپیسا ولایت ته سفر کړی.
د ښاغلي حمزه په خبره، دغه سفر د کاپیسا ولایت د محاکمو د فعالیتونو د ارزونې او له ولایتي امارتي مسئولینو سره د همغږۍ په موخه ترسره شوی دی.
د معلوماتو له مخې پلاوي د کاپیسا له ولایتي مسئولینو او د مرافعه، ښاري ابتدائیه او ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو او قضائي غړو سره لیدنې کړې او د چارو د لا ښهوالي په موخه لازمې لارښوونې ورته کړي.
قضائي مرستیال د محاکمو مسئولینو ته له مراجعینو سره د غوره چلند، د هغوی د ستونزو د اورېدلو او د قضايي چارو د پر وخت ترسره کولو سپارښتنه هم هم کړې ده.


