Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سترې محکمې پلاوی: ولایتي مسوولین دې له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د خلکو ستونزو ته دې ژر رسېدنه کوي.
    افغانستان

    د سترې محکمې پلاوی: ولایتي مسوولین دې له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د خلکو ستونزو ته دې ژر رسېدنه کوي.

    عمران آغاعمران آغا23 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان ستره محکمه وايي، د دې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر خوست ته تللی، څو هلته له ولایتي استازو سره وگوري او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

    له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر عتیق الله دروېش د حکومتي ادارو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا او یو شمېر جزايي دوسیو د حل او فصل په موخه خوست ته تللی دی.

    د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د خوست له والي، مرستیال والي، امنیه قومندان، ولسوالانو، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو د اورېدو ریاست، د علماوو شورا او د استخباراتو له رئیس او نورو اړوند حکومتي ادارو له مسوولینو سره لیدلي دي.

    ښاغلي دروېش د خوست ځايي مسوولینو ته ویلي، د چارو د ژر او اصولي تر سره کولو په موخه دې له یو بل سره د اصولو په هر رڼا کې غښتلې همغږي وکړي؛ ځکه د ځینو چارو کول د څو ادارو له همغږۍ او همکارۍ پرته ناشوني دي.:«ټول ولایتي مسوولین دې د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي، له مراجعینو سره دې نېک چلند کوي او په خپل ټاکلي وخت دې دندو ته حاضرېږي.»

    نوموړي د دې سفر پر مهال په خوست کې دوه مهمې جزايي دوسیې هم حل او فصل کړي او هم یې د خوست له مرکزي زندان له زندانیانو څخه د دوی د وضعیت پوښتنه کړې ده.

    ځینې خلک شکایت کوي چې په محاکمو کې یې دوسیې له څو کلونو راهیسې پرتې دي او د ولایتي محاکمو سربېره د ولسوالیو محکمې یې هم دوسیو ته ژر رسېدنه نه کوي، چې له امله یې دوسیې نه حل او فصل کېږي.

    مخکینۍ مقالههلمند کې د اوړو یوې کارخونې خپلې چارې پیل کړې دي.
    راتلونکي مقاله په غور او دایکندي کې په زیاته اندازه نشه‌يي توکي نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    افغان او ایټالوي ډیپلوماټانو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې کړي

    23 اپریل 2026

    ‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري: افغان ملت د دښمن هر ډول توطیو او دوکو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی

    23 اپریل 2026

    د امربالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: محتسبینو یې تېره اوونۍ د ښځو حقونو اړوند ۱۲۴ قضیو ته رسېدنه کړې

    23 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 اپریل 2026

    متحده عربي اماراتو ته د احمد الشرع له سفر وروسته د جيش‌الاسلام لوړپوړی غړی له زندان خوشې شو

    الخابور د سوریې دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د “جیش الاسلام” پخوانی…

    د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، ټام باراک: د زور له لارې د حزب الله له‌منځه وړل ممکن نه دي؛ دغه ډله د لبنان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ژورې ریښې لري

    23 اپریل 2026

    د لبنان ولسمشر، جوزېف عون: له صهیونیستي رژیم سره خبرو کې به ملي ګټې له پامه ونه غورځوي

    23 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    متحده عربي اماراتو ته د احمد الشرع له سفر وروسته د جيش‌الاسلام لوړپوړی غړی له زندان خوشې شو

    23 اپریل 2026

    د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، ټام باراک: د زور له لارې د حزب الله له‌منځه وړل ممکن نه دي؛ دغه ډله د لبنان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ژورې ریښې لري

    23 اپریل 2026

    د لبنان ولسمشر، جوزېف عون: له صهیونیستي رژیم سره خبرو کې به ملي ګټې له پامه ونه غورځوي

    23 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،156 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،094 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،188 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.