د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي تېره ورځ (جمعه) د کابل پوهنتون په انګړ کې د دغه وزارت د پلاوي په شتون کې له قبایلي زده کړیالانو او زده کوونکو څخه د کابل، ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ته د جذب په موخه د متفرقه کانکور ازموینه واخېستل شوه.

وزارت زیاتوي، چې په دغه ازموینه کې هغو قبایلي محصلینو او زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته د ۵۳۳ کسانو سهمیه ځانګړې شوې وه.

ویل شوي چې، یاد کسان به د ترلاسه کړیو نمرو په اساس د هېواد معتبرو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو په موخه ور وپېژندل شي.

‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې کوښښ کوي، تر څو قبایلي ځوانانو، د هېواد لرې پرتو او سرحدي سیمو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د تعلیم زمینه برابره او د هغوی په روزنه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version