په معاصر نړۍوال سیاست کې مشروعیت او نړۍوال باور هغه اساسي ارزښتونه دي چې هېوادونه او سیاسي جوړښتونه یې د مشروع حضور، سیاسي اعتبار او نړۍوال ملاتړ د جلب لپاره خورا مهم ګڼي. په ځانګړي ډول، هغه هېوادونه چې له اوږدو شخړو، سیاسي بحرانونو او بدلونونو سره مخ دي، د نړۍوالو اړیکو په جوړولو کې له مشروعیت پرته پر مخ تګ نه شي کولی. مشروعیت نه یواځې د کورني ثبات تضمین دی، بلکې د نړۍوالو بنسټونو، دولتونو او نړۍوالې ټولنې لپاره د تعامل شرط هم ګڼل کېږي.
افغانستان، چې له څو لسیزو راهیسې د سیاسي کړکېچونو، جګړو او د نظامونو د بدلون شاهد پاتې شوی، په وروستیو تحولاتو کې د نړۍوال مشروعیت او باور د مسئلې له یوه نوي واقعیت سره مخ دی. یو شمېر پخوانیو سیاسي خوځښتونو، چې ځانونه د مقاومت او مبارزې استازي ګڼي، هڅه وکړه چې د تېر موقف احیاء وکړي، خو دا هڅې د نړۍوالو لهخوا له پام وړ ملاتړ سره نه دي مخ شوي. نړۍواله ټولنه، چې اوس د سیاسي مشروعیت ارزونه د اصولو، شفافو معیارونو او ولسي استازیتوب له مخې ترسره کوي، د دغو خوځښتونو هڅې د اعتبار وړ نه ګڼي.
یاد خوځښتونه، چې سیاسي مسیر یې اکثر د وسلهوالې مبارزې، بهرني ملاتړ او شعارونو پر محور ولاړ و، د ولسي مشروعیت، ملي مشارکت او بنسټیزو ارزښتونو له پامه غورځولو سره، له هغه سیاسي دریځ څخه غورځېدلي چې نړۍوال اعتبار ورباندې تکیه کول. د جګړې دوام، د ولس له ارادې فاصله، د بشري حقونو نقض، د قانون له چوکاټه وتلي تبلیغات او د ملي بنسټونو کمزوري کول هغه عوامل وو چې د دوی پر وړاندې يې د نړۍوال مشروعیت دروازې وتړلې. د نړۍوالې ټولنې دریځ دا دی چې مشروعیت تنها هغوی ته ورکول کېږي، چې د خلکو استازیتوب وکړي، د شخړو پر ځای سوله وغواړي او د نړۍوالو اصولو رعایت وکړي.
په همدې حال کې، اوسنی سرپرست حکومت، سره له دې چې د رسمي نړۍوالې پېژندنې له پلوه لا هم له محدودیتونو سره مخ دی، خو له نړۍوالو سره د عملي همکاریو، مذاکراتو او تدریجي تعامل له لارې توانېدلی چې یو نوی دریځ خپل کړي. دا تعامل، که څه هم پوره نه دی، خو د یو لړ مهمو عواملو له امله د پراخېدو په حال کې دی. د امنیت نسبي ټينګښت، د اقتصادي همکاریو فرصتونه، د نړۍوالو بنسټونو حضور، د نشهيي توکو پر وړاندې جدي اقدامات او معتدل سیاسي دریځونه هغه مهم عناصر دي چې د باور فضا یې رامنځ ته کړې ده.
د هېواد د امنیت نسبي ټینګښت، چې د شخړو د کچې د راټیټېدو، د ناقانونه وسلهوالو ډلو د محدودېدو او د سړکونو، ښارونو او سرحدونو د کنټرول ښهوالي له امله رامنځ ته شوی، نړۍوالو ته دا پیغام ورکړی چې افغانستان کولی شي د نا قانونه وسلوالو او شریرو ډلو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي. دې امنیتي وضعې د بهرنیو پانګوالو، مرستندویو بنسټونو او سیمه ییزو شریکانو پام ځان ته اړولی دی.
له بلې خوا، افغانستان یو ځل بیا د سیمې د اقتصادي اتصال یوه مهمه برخه ګرځي، له چین، روسیې، ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د ترانزیټ، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخه کې روانې خبرې او د ګاونډیو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو سفرونه ښيي چې هېواد ته اقتصادي رول بېرته ورکول کېږي. دا اقتصادي همکارۍ له نړۍوالو هغو هڅو سره همغږي دي، چې غواړي افغانستان د سیمه ییز اتصال، تجارت او پانګونې یوه حلقه وګرځي.
د نړۍوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، سره صلیب او نورو انساني مرستندویه ادارو حضور دا څرګندوي چې نړۍواله ټولنه د بشري همکاریو، پرمختیایي پروژو او ټولنیز خدمت لپاره له اوسني سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکوي. که څه هم دا تعامل تر ډېره غیر سیاسي بڼه لري، خو دا خپله یو ګام بلل کېږي چې له لارې یې د رسمیت پېژندنې دروازې ورو، ورو پرانیستل شي.
په ورته وخت کې، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر ضد د حکومت له خوا د جدي اقداماتو پیل، دا ښيي چې نوی حاکمیت غواړي له نړۍوالو سره د جرمونو، فساد او قاچاق پر وړاندې مشترکه مبارزه وکړي. دا اقدامات، که دوامداره وساتل شي، د افغانستان نړۍوال تصویر ته مثبته اغېزه ورکولی شي.
د ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم د پخوا پرتله نسبتاً متوازن دریځ لیدل کېږي. د نرم تعامل هڅې، د سیاسي ارتباطاتو پراخول او د منطقي ژبې کارول هغه نښې دي چې ښيي اوسنی سرپرست حکومت هڅه کوي نړۍوال تعامل ته د منلو وړ بڼه ورکړي؛ په پایله کې، هغه پخواني سیاسي خوځښتونه چې مشروعیت یې د جګړې، باطلو شعارونو او بهرني ملاتړ له لارې ترلاسه کول غوښتل، د نړۍوالې ټولنې له باور څخه بېبرخې شوي، ځکه چې نړۍواله ټولنه نور په افغانستان کې له جګړه ییزو دریځونو او ناقانونه خوځښتونو ملاتړ نه کوي. پر ځای یې، نړۍوال باور اوس هغوی ته ورکول کېږي چې ثبات، سولې، اقتصادي پرمختګ او نړۍوالو اصولو ته د ژمنتیا پیغام لري.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.