امنیت د یو هېواد د خیمې اصلي ستنې بلل کیږي، چې په تأمین سره یې د هېواد او حکومت نورې برخې ثبات او دوام پیدا کوي او وده او پرمختګ ترلاسه کیږي.
د ملت په قیام کې لومړنۍ قاعده همېشه دا وه چې د ګډوډ او پاشلي هېواد په غیږه کې امنیت ټینګ او د نا امنۍ، بېثباتۍ او ګډوډۍ جالونه له منځه یووړل شي.
یو څه چې ملت یې دننه پرېشان او بیرون په فریاد راوستی و او د اشغال په سختو کلونو کې یې د ژوند د دوام انګېزه او توان ترې اخیستی و، همدا د امنیت نه شتون او د روښانه راتلونکي او ښو ورځو په اړه بې باوري وه.
دا حالت د بېلابیلو عواملو پایله وه، چې ټول یې د مخالفینو د فعالیتونو د شتون او فعال اوسېدلو په ډله کې راځي.
هغومره چې د سرپرست حکومت اوسنیو مخالفینو په تېر کې د هېواد د هماغه واکمن نظام ارزښتونه د خپل ځان په ګټه اړولي وو او یوازې یې د خپلو سیمو د خوندیتوب لپاره پلانونه درلودل، د ملت او هېوادوالو د امنیت لپاره یې هېڅ فکر نه درلود، یا یې نه غوښتل چې دا ویرجنې کیسې پای ته ورسېږي او ملت د ارام ژوند ولري.
له همدې امله، د نا امنۍ د شرم تور داغ د پخواني حکومت د ټولو مسئولینو پر تندي پاتې شو، دوی کولای شو چې وضعیت کنټرول کړي، خو ویې نکړ، دا ځواک هم ورسره و چې د ملت د ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي، خو ویې نکړل، تنها د ځان او خپلوانو په فکر کې وو. د دوی فکر تنها په خپلې کورنۍ، خپلو خپلوانو او قوم پورې محدود و.
په هېواد کې د نا امنۍ اصلي لامل، د بهرنیو اشغالګرو حضور، مداخله او یا په څرګندو ټکو د هېواد اشغال او په افغانستان کې یې نظامي شتون و.
پر دې سربېره، یو څه چې حالت یې نور هم خراباوه او ژوند یې ستونزمن کړی و، دا ؤ چې پخواني حکومت د نا امنۍ د حل او د خنډونو د لرې کولو لپاره هېڅ برنامه او پاليسي نه درلوده.
د پخوانیو چارواکو مادي ګټې په همدې نا امنۍ کې نغښتې وې، دا د اشغالګرو د راتګ او حضور یوه توجیه ګڼل کېده، ترڅو له دې فرصته ګټه واخلي او په درغجنو پلمو د نړیوالې ټولنې پام او مرستې افغانستان ته راجلب کړي، ځانونه شتمن او ملي پانګې لوټ کړي.
دوی په دې نه وو خبر، کوم کسان چې دوی د نا امنی عاملین ګڼل، په حقیقت کې ریښتیني آزادي غوښتونکي او هېوادپال وو چې د هېواد د آزادۍ او د بهرنیو اشغالګرو له ولکې څخه یې د خلاصون هڅه کوله؛ دا هغه ټکی و چې د پخوانیو چارواکو په فکر کې نه و او هېڅکله یې دا نظر نه درلود چې هېواد د پردیو په ولکه کې دی.
له همدې امله، نه مسؤلین د ناامنۍ د کمولو په هڅه کې وو او نه اشغالګر د ناامنۍ د پای ته رسېدو، ثبات، امنیت او آرامۍ غوښتونکي وو.
په منځ کې تنها ملت زخمونه، دردونه، کړاوونه او بلاوې تجربه او زغملې، د نا امنۍ په نوم د دې سترې ټولنیزې ستونزې د حل او لرې کولو توان یې نه درلود.
دا د افغانستان د پخواني حکومت د حالت، د خلکو او ټولنې د هغو پراخو ستونز لنډیز و چې د امنیت او آرامۍ په اړه ورسره وې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.