Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سرپرست حکومت مخالفین کوم شوم هدف ته د رسېدو لپاره ناکامې هڅې کوي؟
    لیکني

    د سرپرست حکومت مخالفین کوم شوم هدف ته د رسېدو لپاره ناکامې هڅې کوي؟

    صابر افغانصابر افغان5 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو او بهرنیو هېوادونو ته د اکثریت یا ټولو مخالفینو له تېښتې نږدې څلور کاله تېرېږي، خو لا هم د یو شمېر معلوم‌الحال کسانو له خوا یو نامعلوم لوري ته د هېواد د اوسني وضعیت د بېولو اوازې او زمزمې اورو، دوی پر اوسني وضعیت زهر شیندي او په رسنیو کې مجازي فضاء ګردجنه او جنجالي کوي.

    تر اوسه چې د افغانستان سرپرست حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له‌ خوا نه‌ دی منل شوی، ځینې مخالفین دا انګېري چې یو کوچنی فرصت او د امید څرک لا هم شته، دوی فکر کوي چې کولای شي د ځان ښودلو او بېهوده خبرو موقع پیدا کړي، که څه هم په ډېره کمه اندازه وي، خو پر روانو چارو خپل منفي اغېز شیندلی شي.

    شک نشته چې له ناسمو کسانو سره یو ځای کېدل او د غلطې لارې ټاکل، د دوی ذهن د خیال‌ پلو ښکار ګرځولی. داسې برېښي چې یواځې د رسنیو پر پردو راښکاره کېدل دوی ته دا هیله ورکوي چې لا هم یو فرصت لري. دوی له نا امیدۍ په ډکو نظرونو او دوه مخو جملو سره هڅه کوي د بېرته راګرځېدو یوه لار ومومي.

    خو که له حقیقت تیر نه شو، د مخالفینو هماغه مشران چې د سقوط پر مهال د تېښتې په لومړۍ کرښه کې وو او د شپې د هېواد له آسمانه په الوتکو کې سپاره وتښتېدل او خپلو پلویانو ته‌ یې شا کړه، همدا کسان اوس د پروپاګند او دسیسو د خپرولو په لومړۍ کرښه کې دي، هڅه کوي خلک وپاروي او غوغا جوړه کړي.

    دا مخالفین لا هم دا انګېري چې هیله‌ یې ژوندۍ ده، بېرته به خپل وطن ته راستانه شي او هغه سوځېدلې هیلې چې له اوږدې مودې‌ یې په ذهن کې پاللې، یو ځل بیا د افغانستان د تاریخ په یوه تور حقیقت بدل کړي. خو په حقیقت کې دوی ښه پوهېږي چې دا تنها یو خیال دی او نه پوره کېږي.

    له بلې خوا هغه مخالفین چې د دویمې او درېیمې درجې کسانو په درجه کې راځي او اوس د غلامۍ له ځنځیر څخه د خلاصون احساس کوي، د رسنیو پام یې ځان ته اړولی. دوی له خپلو لیدلو او اورېدلو تجربو څخه پرده پورته کوي، د خپلو مشرانو د قدرت، فساد او ظلمونو کیسې بیانوي او افشاء کوي، چې دوی د ملت او وطن پر ضد له خپل قدرت څخه څه ډول کار اخیستی.

    دوی فکر کوي چې د خپلو پخوانیو بادارانو پر ضد دریځ نیول کولای شي د دوی تېر خیانتونه پټ کړي او خپل ځانونه مستقل وښيي. دوی هڅه کوي چې یو خپلواک دریځ پیدا کړي، د بهرنیانو توجه جلب او د دروغو او چلونو له لارې ځان ته نوی فرصت برابر کړي، دوی داسې انګېري چې ګواکي اوس د دوی لپاره میدان خالي شوی او کولای شي د بهرنیانو په ملاتړ واک ته ورسېږي.

    خو دوی په دې نه پوهېږي، کومه رسۍ چې نیسي، پرې کېږي او هره دروازه چې ټک وهي، بندیږي. تاریخ دوی د هېواد د دښمنانو او خاینانو په توګه ثبت کړي او هر څومره هڅه چې وکړي، بیا هم د خپلو خیانتونو تور داغ نشي پاکولی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ: زيلېنسکي بايد د رسنيو او کامرو په مخکې رانه بښنه وغواړي
    راتلونکي مقاله د عربي هېوادونو مشرانو د غزې بیا رغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    د راپورونو له‌مخې، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خبري غونډه کې…

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره پر سیمه‌ییزو تحولاتو د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.