سعودي عربستان ویلي، چې په اوکراین کې د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره د ټلیفوني خبرو وروسته په سعودي عربستان کې له هغه سره د کتنې موضوع یاده کړې او خبریالانو ته یې وویل، چې له پوتین سره لومړی ملاقات ښايي په سعودي عربستان کې وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د سعودي عربستان د دې غونډې کوربتوب ته ښه راغلاست وايي او د روسیې او اوکراین تر منځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version