د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ ۳۰ تنه صهیونیستان، چې د مېشتځایونو جوړولو په موخه د سوریې خاورې ته اوښتي وو، نیولي دي.
راپورونه وایي، له دغې پېښې وروسته صهیونیستي ځواکونه د سوریې قنیطره اړوند العشه کلي ته ننوتلي او هلته یې د کورونو د تالاشۍ عملیات پیل کړي دي.
سرچینو د دې پېښو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.


