سکای نیوز خبرې شبکې د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پرځول شوي رژیم مشر بشار الاسد مسکو کې مسموم شوی.

په راپور کې راغلي، چې بشار الاسد د دوشنبې په سهار د مسکو له یوه روغتون څخه رخصت شوی او دا مهال یې روغتیایي حالت په ښکاره د ډاډ وړ دی.

د ویلو ده، چې تر دې څو میاشتې وړاندې هم مسکو کې د مسمومیت له لارې د بشار الاسد د ترور هڅه شوې وه.

د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې پخوانی رژیم چې سوریه کې پر ګڼو جنایتونو تورن دی، شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د «هیئة تحریر الشام» په مشرۍ د سوریایي جهادي ډلو له‌خوا وپرځول شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version