رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په امریکا کې د بودجې پر سر د ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځ د اختلاف له امله دولتي ادارې بندې شوي او شاوخوا ۷۵۰زره کارکوونکي یې کورونو ته رخصت کړي دي.
سرچينه وايي، د دولتي کارکوونکو له رخصتېدو سره سم نږدې ۹۰ سلنه عامه او ټولنيز خدمات بند شوي او د مهمو اقتصادي معلوماتو خپرېدل هم ځنډېدلې دي.
رويټرز ويلي، د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو اصلي اختلاف د ۱.۷ ټرېلیونه ډالرو بودجې په سر دی.
له بل لوري بيا رويټرز د عامو امريکایي وګړو له قوله ياد اختلاف خورا شرموونکي بللي او ولسمشر ټرمپ او نور لوړپوړي چارواکي یې بې کفايته بللي دي.
که څه هم د امريکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ د اختلاف راپورونه تر دې وړاندې هم خپاره شوي؛ خو په دومره لوړه کچه اختلاف چې حکومتي سيسټم ورسره فلج شي بې ساري ګڼل کېږي.