شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد لپاره نوې کابېنه اعلان کړې چې ټول ۲۳ وزیران لري.په دې کابینه کې پخوانی لومړی وزير محمد البشير د انرژۍ وزير، اسعد حسن الشيباني د بهرنیو چارو وزیر، مرهف ابو قصرة د دفاع وزیر او د استخباراتو پخوانی رئیس انس خطاب د کورنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی دی.راپور وایي په نوې کابینه کې د «هند قبوات» په نوم يوه مېرمن د کار او ټولنیزو چارو وزیره ټاکل شوې ده.
د حوثیانو خبرداری؛ که د باب المندب تنګي د تړلو هوډ وکړو نو د نړۍ هېڅ ځواک به یې د خلاصولو توان ونه لري19 اپریل 2026