د سوریې کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې په السویدا ولایت کې د دروزي او عشايري قبيلو ترمنځ په راپورته شويو شخړو کې له تېرې شپې راهیسې ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه سخت ټپیان دي.

د سرچينې په خبره، نښتې د السويدا ولايت په الثعله‌ نظامي هوايي ډګر، المقوس او تل حدود سيمو کې روانې دي.

د سوریې کورنيو چارو وزارت همدا راز زياته کړې، چې سيمې ته د وضعيت د کنټرول په موخه یې له دفاع وزارت سره په همغږۍ امنیتي ځواکونه استولي دي.

يو شمېر رسنيو بیا راپورونه ورکړي، چې د قبيلو ترمنځ له خپلمنځي شخړو سربېره د دروزي قبيلې وسله والو له حکومتي ځواکونو سره هم نښته کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version