ر‌ؤی لدراسات الحرب عربي رسنۍ راپور ورکړی، چې د مالي هېواد ګاو ولایت کې د مالي پوځ یوه ستره قطعه له خپلو ټولو وسلو او تجهیزاتو سره د القاعدې غورځنګ ځواکونو ته تسلیم شوې.

سرچينې ويلي، د القاعدې غورځنګ ځواکونو یې په بدل کې سرتېرو او قومندانانو ته د سر خوندیتوب ډاډ ورکړی، مالي مرسته یې ورسره کړې او په خوندي ډول خپلو سیمو ته رسول شوي دي.

بل لور ته د “ازواد” جبهې یوه لوړپوړی مشر اکلي شکا ادعا کړې چې دولتي ځواکونه او د هغوی ملاتړې واګنر ملېشې له ډېرو سیمو وتلي او په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې به د مالي اوسنی نظام سقوط شي.

راپورونه ښيي چې روسي ملېشې له سختې ګرمۍ او دښتو سره د نابلدتیا له امله له جدي ستونزو سره مخ وې او د همدې له امله یې د تېښتې لار غوره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version