د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د امریکا پلوه قسد ملېشو او سوریایي پوځ ترمنځ نښتي شوي.
د راپور لهمخې، په دغو نښتو کې دواړو لوریو له سپکو او نیمه درنو وسلو کار اخیستی.
ویل شوي، دغه نښتې لا هم د درعا او دیرالزور ښارونو په څنډو کې په وقفهیي ډول روانې دي.
د سوریې رسنیو تر دې مهاله په دغو نښتو کې دواړو لوریو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نهدي ویلي.