رؤی لدراسات الحرب عربي رسنۍ راپور ورکړی، چې د سوډان له غوڅ ملاتړ ملېشو څخه جلا شوي قومندان النور قبه څرګنده کړې، چې متحده عربي امارات د ملېشو په روزنه کې مستقیم لاس لري.

نوموړي ملېشو سره د امارات پر مستقيمې همکارۍ اعتراف کړی او په وينا یې ده خپله هم د اماراتو په “العین” ښار کې پوځي زده کړې ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې امارات د چاډ، لیبیا او سومالیا هوايي ډګرونو له لارې ملېشو ته ډرون الوتکې لېږدوي، افسران یې روزي او د ټپیانو درملنه یې هم په غاړه اخیستې ده.

ياده دې وي، چې دې ملېشو له تېرو څلور کلونو راهیسې سوډان کې لسګونه زره عام وګړي وژلي او ټپيان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version