په ایران کې د سوډان مرستیال سفیر، خالد ابراهیم الشیخ ویلي، د دغه هېواد په روانه کورنۍ جګړه کړه کې تر ۱۵۰زره زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الشیخ سوډان کې د روان کړکېچ تر شا د متحده عربي اماراتو پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد له ملاتړه برخمنو ملېشو د ملکي خلکو پر وړاندې پر جنایاتو لاس پورې کړی دی.

دې سوډاني ډیپلوماټ دا هم ویلي، که د دغو ملېشو تر شا بهرنۍ ملاتړ نه وای، نو د سوډان کړکېچ به په لومړي کال کې پای ته رسېدلی وای.

د یادونې ده، چې سوډان کې له تېرو شاوخوا درې کالونو راهیسې کورنۍ جګړه پیل شوې، چې له امله یې د دغه هېواد بنسټونه سخت زیانمن او میلیونونه کسان بې‌ځایه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version