انادولو اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا ۱۳۰۰ ټنه بشردوستانه مرسته چې په یوې کښتۍ کې بار شوې، د دغه هېواد له مرسین بندر څخه د غزې پر لور خوځېدلې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې په دې کښتې کې خوراکي مواد، روغتیايي توکي، جامې او کمپلې بار دي.
ټاکل شوې چې دا کښتۍ د مصر العریش بندر ته لاړه شي، هغه بندر ته چې مرستې پکې تخلیه او له هغه ځای غزې ته استول کېږي.
غزې ته د ترکیې د بشري مرستو دا ۱۹ جوپه ده چې استول کېږي.
