د سوډان پوځ د غوڅ ملاتړ ملېشو پر ضد د پرېکنده پوځي عملیاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د نیل ازرق ایالت “مقجه” سیمه یې له چټک ملاتړ غبرګون ملېشو څخه پاکه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغو عملیاتو کې د ملېشو لسګونه جنګیالي وژل شوي او ګڼ شمېر پوځي وسایط یې هم لمنځه وړل شوي دي.
همداراز په کردفان او دارفور کې هم د یادو ملېشو مرکزونه، د بې پیلوټه الوتکو سټېشنونه او د وسلو زېرمې له منځه وړل شوې دي.
سوډان کې د چټک ملاتړ غبرګون ملېشو او پوځ ترمنځ جګړه څلورم کال ته داخله شوې، چې تر دې دمه یې د لسګونو زرو کسانو ژوند اخیستی او تر ۱۶ میلیونو ډېر خلک یې په هېواد کې دننه او بهر بې ځایه کړي دي.
راپورونه وایي، ولسي وګړي له خپلسرو نیونو، مالي باج اخیستنې او وژنو سره لاس او ګرېوان دي، چې آن ماشومان هم د سیاسي تورونو له امله تر تعقیب لاندې راځي.
