
سپوتنیک خبري اژانس د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح برهان له قوله ویلي، چې ځواکونه به یې ډېر ژر په کردفان او دارفور کې د ملېشو له لوري نیول شوې سیمې بېرته ونیسي او یاغیان به له هېواده وشړي.
سوډان پوځ له ملېشو سربېره د «اولاد قمري» په نوم يوې بلې ډلې سره هم نښته کړې، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې یو شمېر جنګیالي وژل شوي او مشر يې سخت ټپي شوی دی.
پوځ ګڼ شمېر پوځي مهمات هم ترې نيولي او د ډلې پاتې کسانو ته يې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې ځانونه او وسلې تسليم کړي.
سوډان پوځ په وروستيو ورځو کې د متحده عربي امارتو له ملاتړ برخمنو ملېشو او نورو ډلو پر وړاندې پراخ عمليات پيل کړي او هڅه کوي ګڼ شمېر له لاسه وتلې سيمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

