ملي دفاع وزارت وايي، د ياد وزارت اړوند د سیمه يیزو قول اردوګانو ۶۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه يیزو ځواکونو ښوونځي د توپچي له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي فارغ شويو منسوبينو ته ويلي، چې اسلامي نظام ته خدمت بايد د الله د رضا لپاره ترسره کړي، له وظیفوي غفلت څخه ځان وساتي او په خبره یې ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي او هم یې نورو ملګرو ته ور زده کړي.

په ورته مهال نویو فارغ شويو منسوبينو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی، چې د خپل سر او وینو په بدل کې به د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version